منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۵ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

تر دوو ورځو به د سالنګ لارې يو لورى پرانيستل شي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

چاريکار (پژواک ٦ کب ٩٣): د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رياست وايي، چې د کابل-شمال لويې لارې د پرانيستل کېدو په موخه له واورې څخه د سالنګونو د پاکولو عمليات پيل شوي او دغه عمليات په چټکۍ سره دوام لري.

 د سالنګونو د ساتنې رييس ډګر جنرال محمد رجب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات نن له غرمې وروسته پيل شوي او ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوه ورځو پورې د مسافرو د ستونزو د حل په موخه يو خط لار پرانيزي.

 نوموړي زياته کړه، چې اوسمهال په سالنګونو کې واوره او توپانونه کم شوي او دوى  د واورې پاکولو عمليات پيل کړي دي.

 هغه زياته کړه: ” که چېرې د واورې د پاکولو عمليات په دوامداره ډول دوام پيدا کړي نو په دوه شپو او ورځو کې کولى شو چې د سالنګونو په اوږدو کې د مسافرينو لپاره يوه لاره پاکه او پرانيزو.”

 خو هغه څرګنده کړه، چې که څه هم سړک د ترافيکو پر مخ پرانيستل کېږي خو خطرونه به  لري.

جنرال رجب وويل، چې په بشپړ ډول د سالنګونو د پاکولو لړۍ، چې کوم خطر هم  ونه ولري، د يوې اوونۍ په ترڅ کې تر سره شي.

 

هغه زياته کړه، چې اوسمهال د سالنګ د تونل په خوله کې ٣٣٠ سانتي متره واوره موجوده ده او ډېرى هغه استوګنيز کورونه او دولتي ودانۍ چې د سالنګ لويې لارې په اوږدو کې پرتې دي، له سخت خطر سره مخ دي.

 هغه همدارنګه څرګنده کړه، چې اوسمهال له شمالي سالنګ کې سختو توپانونو او د واورې ورښت له امله د وارداتي برېښنا درې پايې چپه شوې او د برېښنا د انجنيرۍ ټيمونه په سيمه کې دي او هلته د دوى د تلو او زمينې برابرولو لپاره هڅې روانې دي.