منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۵ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

پنجشېر کې واورو ښويېدنو د ٧٢ تنو ژوند واخيست

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې

څلورم تعقيب – پاراخ ( پژواک، ٦ کب ٩٣): په پنجشېر کې تر سلو ډېر کسان واورو لاندې کړي وو چې له دې ډلې ٧٢ تنه مړه شوي،١٧ ژغورل شوي او ١٧ نور لادرکه دي.  

د پنجشېر سرپرست والي عبدالرحمن کبيري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولايت کې   په تېرو دوو ورځو کې تر يو متر ډېره واوره ورېدلې او د دې ولايت ټولې لارې تړل شوې دي.

هغه وايي چې د پنجشېر په بېلابېلو سيمو کې واورې ښويېدلي او سخت زيانونه يې اړولي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پريانو ولسوالۍ د عبدالله خېلو درې په “ارغچ” سيمه کې تېره شپه په پنځو کورونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٣٠ تنه  واورو لاندې کړي دي.

کبيري، وايي چې يادو ټولو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى

دغه راز د پنجشېر سرپرست والي وايي چې نن سهار وختي د پنجشېر د مرکز اړوند په “ملسفه” سيمه کې هم واروې يو کور او د ښځو او ماشومانو په ګډون د دې کورنۍ ١٣ غړي لاندې کړي وو .

ده وويل چې له يادو کسانو څخه اووه تنه ژغورل شوي او شپږ نور مړه شوي دي.

د ده د معلوماتو له مخې، نن سهار وختي د واورې ښويېدنې په يوه بله پېښه کې د پريانو ولسوالۍد “کوجان” سيمې  په يو کور کې پنځه تنه تر واورو لاندې شوي دي.

هغه زياته کړه چې تر اوسه له يادو کسانو څخه د درېيو تنو مړي موندل شوي او دوه تنه نور لادرکه دي.

سرپرست والي زياتوي چې تېره شپه د دې ولايت د لومړۍ حصې ولسوالۍ په “موکني” سيمه کې يو شمېر کورونه او د دې کورنيو ٣٥ غړي واورو لاندې کړي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، له دې کسانو څخه تر اوسه د لسو تنو مړي راايستل شوي او لس تنه په ټپي حالت کې ژغورل شوي دي. ده وويل چې پاتې نور کسان تر اوسه ( نن مازيګر مهال ) نه دي موندل شوي.

سرچينه زياتوي چې د لومړۍ حصې ولسوالۍ په خنج سيمه کې هم يو کور واورو لاندې کړى و چې له امله يې څلور تنه مړه شوي دي.

دى وايي چې د دې ولسوالۍ په سفيد چهر سيمه کې د واورې ښويېدنې له امله دوه تنه مړه شوي دي.

دغه راز ده وويل چې د پريانو ولسوالۍ په “پس مزار” سيمه کې هم ځينې کورونه واورو لاندې کړي چې له امله يې  ١٧ تنه مړه شوي دي.

هغه وايي، چې د واورې ښويېدنې په يوه بله پېښه کې د دې ولايت په ابشار ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي ودانۍ نړېدلې ، خو په دې پېښه کې ځاني زيان نه دى اوښتى.