کابل (پژواک، ١٠ کب ٩٣): ملي دفاع وزارت وايي چې د ٢٤ الوتنو او د خپلې ژغورونکي عملې له لارې يې په پنجشېر کې واورو لاندې کړي يو شمېر کسان ژغورلي دي.
په دغه ولايت کې د وروستيو واورو ښويېدنو له امله شاوخوا ٢٠٠ کسان له منځته تللي او سل نور ژوبل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د پنجشېر ولايت کې د طبيعي پېښو له ځپل شوو سره د هوايي ځواکونو د مرستندويه الوتنو په ترڅ کې تېره ورځ ٢٤ الوتنې شوې دي.
په خبرپانه کې راغلي چې د دغو الوتنو په ترڅ کې د ژغورنې ٧١ کسيزه عمله پنجشېر ته لېږدول شوې او په سيمه کې يې يو شمېر هغه کسان ژغورلي چې په واورو کې بند وو.
دفاع وزارت د ژغورل شوو شمېره څرګنده نه کړه، خو وايي چې شپږ زره کيلوګرام وزن يې ساحې ته لېږدولى چې د اړين خوراک پوښاک تر څنګ نور اړين توکي هم په کې شته او د زيانمنو سيمو پر خلکو به ووېشل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کابل کې يو شمېر مدني بنسټونو اعتراض وکړ چې د پنجشېر په ګډون له نورو طبيعي پېښو ځپلو سره مرسته نه ده شوې او دولت بايد په واورو کې بند کسان خوندي سيمو ته ولېږدوي.
دوى له دولته غواړي چې له مصيبت ځپلو سره دې د مرستو لپاره خپل ټول تخنيکي امکانات په کار واچوي چې يادو سيمو ته د تګ راتګ لاره خلاصه او د ژغورنې عملياتو د چټکتيا تر څنګ د ورته پېښو د تکرار مخينوى وشي.
ولسمشر اشرف غني تېره شپه له ملي راډيو ټلويزيونه په يوه وينا کې اعلان وکړ چې په هېواد کې د وروستيو طبيعي پېښو له امله ايران ته خپل سفر ځنډولى دى.
هغه وويل چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د درنې واورې ورېدنې له امله ٢٨٦ تنه مړه شوي، ١٤٣ ټپيان دي او ١٢٤٧ د استوګنې کورونه ويجاړ شوي دي.
حکومت په هېواد کې د وروستيو طبيعي پېښو له امله د رامنځته شوو ځاني او مالي زيانونو له امله درې ورځنى ملي ماتم اعلان کړى دى.
د دغو دريو ورځو (د کب نهم، لسم او يوولسم) په اوږدو به د افغانستان بيرغ په ټول هېواد او له هېواده بهر په افغان سياسي نماينده ګيو او سفارتونو کې نيم ځوړند وي.










