کابل(پژواک، ١٠ کب ٩٣): د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د وروستيو طبيعي پېښو له امله ٢٨٧ تنه مړه شوي او ١٣٤ نور ژوبل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د قربانيانو له ډلې شاوخوا ٢٠٠ تنه د پنجشير د واورې ښويېدنې په پېښو کې له منځه تللي دي.
د هغه په خبره، د هېواد په کچه د ورته نورو پېښو په سبب چې سېلابونه هم په کې وو، په تېره اوونۍ کې ټول ټال ١٢٤٨ کورونه ويجاړ او ياهم زيانمن شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښې په پنجشير، پروان، هرات، فراه، غور، بادغيس، بغلان، بدخشان، کندوز، تخار، سرپل، ننګرهار، لغمان، کاپيسا، نورستان، باميانو او نيمروز ولايتونو کې رامنځته شوې دي.
نوموړي زياته کړه چې پوليسو په دې ولايتونو کې د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره له خپلو شته امکاناتو کار اخيستى، د ژغورنې او لارو د خلاصون په عملياتو کې يې د ونډه اخيستو تر څنګ په پنجشير ولايت کې پنځه ګرځنده کلينيکونه جوړ کړي دي.
هغه همدرانګه څرګنده کړه چې پوليسو ددې پېښو د ټپيانو په لېږد کې ونډه درلوده.
ددې پېښو په مناسبت له شنبې ورځې راهيسې د درېيو ورځو لپاره ملي ماتم اعلان شوى او ټاکل شوې چې نن د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د قربانيانو د فاتحې اخيستلو مراسم تر سره شي.
صديقي وويل چې نن د کابل ښار په ١٤ جوماتونو کې د فاتحې اخيستنې مراسم تر سره کېږي او د کورنيو چارو وزارت چارواکي به هم په کې ګډون وکړي.










