خوست ښار (پژواک، ١١ کب ٩٣): په هېواد کې د وروستيو طبيعي پېښو له امله د مړه شوو کسانو د فاتحې په مراسمو کې د خوست يو شمېر سوداګرو او دوکاندارانو نږدې يو ميليون افغانۍ مرسته وکړه.
د طبيعي پېښو په پايله کې د مړو شوو خلکو د فاتحې په مراسمو کې چې د کب په ١١مه په خوست کې جوړه شوې وه، پر دولتي چارواکو سربېره، ديني عالمانو، قومي مشرانو، سپين ږيرو او د دغه ولايت نورو خلکو ګډون کړی و.
د فاتحې په دغو مراسمو کې د قران کريم ختم هم وشو، د پنجشېر او د هېواد په ځينو نورو ولايتونو کې د ورښتونو او د واورې ښويېدو په پايله کې د مړه شوو خلکو ارواوو ته يې وباښه.
د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعيمي يادو مراسمو ته د خبرو پر مهال په پنجشېر کې تر واورې لاندې شوو خلکو مړينه يوه ستره غميزه وبلله او په دې برخه کې يې د خوست د خلکو په استازيتوب غمشريکي څرګنده کړه.
نوموړي وويل: ((د وروستيو طبيعي افاتو له امله له ځپل شوو خلکو سره د لاسنيوي لپاره به د خپل وس برابرې هلې ځلې وکړم.))
والي نعيمي دغه راز وويل، چې نن د دې ولايت يو شمېر سوداګرو، دوکاندارانو او ځينو نورو خلکو د يو ميليون افغانيو مرسته وکړه چې د ورښتونو له امله ځپل شوو خلکو ته به يې ولېږي.
د خوست يوه سوداګر انعام رحماني پژواک اژانس ته وويل هڅه کوي چې په دې برخه کې د سوداګرو او دوکاندارانو پاملرنه نوره هم راجلب کړي او له ځپل شوو سره په مرسته کې خپله ونډه واخلي.
رحماني زياته کړه: ((موږ دا هڅه هم کوو چې په کابل کې له خوستيو سوداګرو سره هم خبرې وکړو او څومره يې، چې وس کېږي، نغدي او يا غير نغدي مرسته وکړي.))
دغه راز نن په ننګرهار، کندهار، ميدان وردګ او ګڼ شمېر نورو ولايتونو کې هم د فاتحې مراسم ترسره شول.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د برف کوچونو، واورو، سېلابونو او ورښتونو له امله تر ٢٨٠ زيات کسان مړه، لسګونه ټپيان او سلګونه کورونه زيانمن شوي دي.