منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

پنجشېر او بغلان کې واورې ښويېدنو بيا مرګ ژوبله اړولې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۶ کتنې

پاراخ (پژواک، ١١ کب ٩٣): د پنجشېر په ابشار ولسوالۍ کې د واورې ښويېدنو له امله دوه کسان مړه شوي او ١٥ نور ژوبل دي، همدا رنګه يو کس په بغلان کې هم خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د پنجشېر سرپرست والي عبدالرحمن کبيري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د واورې ښويېدنې دغه پېښه تېره ورځ رامنځته شوې چې له امله يې د ابشار ولسوالۍ د استانه سيمې دوه اوسېدونکي له منځه تللي او يو بل ژوبل شوى دى.

هغه همدارنګه زياته کړه چې د دې ولسوالۍ په حيل شفي او قل پري سيمو کې هم د واورو ښويېدنو له امله د نارينه وو، ښځو او ماشومانو په ګډون ١٤ تنه ژوبل شوي دي.

هغه زياته کړه چې روغتيايي مرکزونو ته د ټپيانو د لېږدلو لپاره ګومارل شوې چورلکه هم تر اوسه په دې سيمه کې د ناستې ځاى نه دى موندلى او ټپيان پر ځاى پاتې دي.

هغه وويل چې چورلکه د زياتې واورې د شتون او غرنۍ سيمې له امله ناسته نه شي کولى ناسته وکړي.

هغه زياته کړه: ((که چېرې ټپيان ونه لېږدول شي، مړه کېږي او کوښښ کوو چې ولېږدول شي.))

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د پنجشېر په بېلابېلو سيمو کې دوه سوه تنه تر واورو لاندې شول.

کبيري زياته کړه چې له دې ډلې ١٩٦تر واوره لاندې مړه شوي کسان را ايستل شوي، خو درې نور تر اوسه هم د پريان ولسوالۍ په تُل سيمه کې تر واورو لاندې پاتې دي.

بلخوا د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې هم  واورې ښويېدنې يو تن مړ کړى دى.

د بغلان له پېښو سره د مبارزې د چمتو والي ادارې مشر نصيراحمد کهزاد پژواک ته وويل چې دغه واوره ښويېدنې تېره شپه په باجګې دره کې د استوګنې يو کور تر واورې لاندې شوى دى.

خو د محمدحنيف په نوم يوه ځايي اوسېدونکي وويل چې په دې پېښه کې دوه نارينه د له منځه تلو تر څنګ څلور نور کسان ژوبل شوي دي.

په پنجشېر او بغلان کې د واورې ښويېدنې د تازه پېښو خبر په داسې مهال ورکول کېږي چې د هېواد په ٢٩ ولايتونو کې وروستيو طبيعي پېښو ٣١٦ تنو ژوند اخيستى او يو شمېر نور يې ژوبل کړي دي.

د ملي يووالي حکومت اجرايي مشر ډاکتر عبدالله تېره ورځ د بېړنيو پېښو کمېټې له چارواکو سره په ګډه خبري غونډه کې وويل چې دغه پېښې په بېلابېلو ولايتونو کې رامنځته شوې چې له دې ډلې ١٩٦ کسانو په پنجشېر، ٣٤ کسانو په بدخشان، ٩ کسانو په بلخ، ١١ کسانو په فارياب، ١٢ کسانو په نورستان، ١٠ کسانو په دايکنډي، ٧ کسانو په غور، ٦ کسانو په بغلان، ٤ کسانو په تخار، ٤ کسانو په ننګرهار، ٤ کسانو په باميانو، ٤ کسانو په بادغيس، ٤ کسانو په پروان، ٢ کسانو په فراه، ٢ کسانو په بادغيس او يوه کس په هرات ولايت کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.