جلال اباد (پژواک ١١ کب ٩٣): په ننګرهار کې د وروستيو بارانونو او سېلابونو له امله ١١ تنو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ، شاوخوا څلور زره پنځه سوه جريبه ځمکه ويجاړه شوې ده.
د ننګرهار ولايت مقام له لوري، نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى ته د ولسوالانو له لوري د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، له تېرې اوونۍ راهيسې د ياد ولايت په بېلابېلو سيمو کې د سختو بارانو او سېلابونو له امله، شاوخوا اووه تنه مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.
سرچينه وايي، چې په دې طبيعي پېښو کې ١٧٨٤ کورونه او شاوخوا څلور زره جريبه ځمکه ويجاړه شوې او د دې ترڅنګ پنځه سوه جريبه ورشوګانې سېلابونو وړې دي.
سرچينه زياتوي، بارانونه او سېلابونه د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې راغلي، چې ځينو ولسواليو ته د ملي اردو ځواکونه په وخت رسېدلي او خلک يې ژغورلي دي.
د ننګرهار چارواکي وايي، چې په ولسواليو کې د اوښتونو زيانونو له سروې وروسته به په نږدې ورځو کې له اړو کورنيو سره مرستې وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم د وروستيو طبيعي پېښو له امله له ٣٠٠ ډېر کسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي دي.
يادې پېښې په پنجشېر، پروان، هرات، فراه، غور، بادغيس، بغلان، بدخشان، کندز، تخار، سرپل، ننګرهار، لغمان، کاپيسا، نورستان، باميان او نيمروز کې شوي، چې ډيرى يې په پنجشېر کې دي.









