منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۸ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

ډاکټر عبدالله: د راتلونکو طبيعي پېښو لپاره بايد ډېر چمتووالى ونيول شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

کابل (پژواک، ١١ کب ٩٣): د حکومت اجرايي مشر وايي چې په هېواد کې وروستۍ طبيعي پېښو چې له امله يې ٣٠٠ کسانو ژوند له لاسه ورکړى، د حکومت پام دې ته اړولى چې د بېړنيو حالاتو کمېټه بايد نوره هم مجهزه شي او د هر ډول پېښو پر وړاندې چمتووالى ولري.

ډاکټر عبدالله چې نن يې د وزيرانو شورا په غونډه کې خبرې کولې، وروستۍ طبيعي پېښې دردوونکې وبللې او ويې ويل چې اوس هم له ولايتونو د مالي او ځاني مرګ ژوبلې خبرونه ورکول کېږي او حکومت، په لاس کې شته امکاناتو ته په کتو سره په ټولو ولايتونو کې ځپل شوو کسانو ته خپله مرسته رسولې ده.

هغه زياته کړه، وروستي راپورونه ښيي چې د هېواد په ١٩ ولايتونو کې د وروستيو طبيعي پېښو د مرګ ژوبلې شمېر له ٣٠٠ کسانو زيات دى، خو له دغو پېښو رامنځته شوي مالي زيانونه تر اوسه پورې نه دي معلوم.

د حکومت اجرايي مشر وويل، اوسمهال د هغو کسانو د ژغورنې موضوع ته چې په واوره کې بند پاتې شوي، لومړيتوب ورکوي او ټاکل شوې چې په وروستيو پړاوونو کې به د خلکو زېربنا او کرنې ته اوښتو زيانونو ته لاسرسى وشي.

دغه پېښې په پنجشنېر، پروان، هرات، فراه، بادغيس، بغلان، بدخشان، کندوز، تخار، سرپل، ننګرهار، لغمان، کاپيسا، نورستان، باميان او نيمروز ولايتونو کې رامنځته شوې او يادو ورښتونو ډېره مرګ ژوبله په پنجشېر ولايت کې چې شا وخوا ٢٠٠ کسان کېږي، اړولې ده.

د حکومت اجرايي مشر زياته کړه، وروستيو طبيعي پېښو د حکومت پام دې ته اړولى چې د اضطرار کمېټه بايد نوره هم مجهزه شي او د هر ډول پېښو پر وړاندې چمتووالى ولري.

ډاکټر عبدالله وويل: “موږ بايد له پېښو سره د چمتووالي په برخه کې د جوړښت، تجهيزاتو، مالي امکاناتو او نورو ټولو اړخونو له لوري اساسي ګامونه پورته کړو، ځکه د راتلونکي کال په ترڅ کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سېلابونو راوتو امکان هم شتون لري.”

هغه زياته کړه، د هېواد په وروستيو پېښو کې يوه اساسي ستونزه د اړيکو موضوع وه چې ډېرى کليو د موبايل له لارې سره اړيکه نه درلوده او حکومت ترې هيڅ معلومات نه درلودل چې په دغو کليو کې څه تېريږي، خو په دې برخه کې به هم ډېر پام وشي.

د ويلو ده چې په هېواد کې د وروستيو طبيعي د رامنځته کېدو له امله د شنبې ( د کب ٩مه) ورځې راهيسې د دريو ورځو لپاره ملي ماتم اعلان شوى او نن په ولايتونو کې د قران عظيم الشان د ختم او د خلکو د فاتحې مراسم هم تر سره شوي دي.