منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۷ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د هرات- فراه لارې اوږدو کې ترافيکي پېښې ٢ تنه مړه او ٢٩ ټپيان کړل

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۲ کتنې

هرات(پژواک، ١٢ کب٩٣): د هرات ځايي چارواکي وايي  چې د هرات – فراه لويې لارې  په اوږدو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او ٢٩ نور  ټپيان شوي دي.

 د هرات د والي وياند احسان حيات پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار ٤ بجې د ادرسکن ولسوالۍ په خواجه عوريا سيمه کې رامنځته شوې ده.

حيات زياته کړه چې يو ٣٠٣ مساپر وړونکى موټر له هرات څخه د فراه پر لور روان و، چې د لارې په اوږدو کې له سړک څخه ووت او چپه شو.

 د حيات په خبره، په دې پېښه کې دوه تنه مړه شوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٩ نور ټپيان شوي دي.

هغه وويل چې د ټپيانو له منځه د اوو تنو روغتيايي وضعيت نازک ښودل شوى دى.

د هرات ولايت وياند زياته کړه چې پوليس په وخت سره د پېښې ځاى ته رسېدلي او ټپيان يې روغتيايي مرکزونو ته وړي دي.

 حيات وويل چې دا ترافيکي پېښه د موټر چلوونکي د نه پام له امله را منځته شوې او په دې اړه د پوليسو څېړنې لا هم روانې دي.

له بلې خوا د هرات حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي وويل چې ددې پېښې ١٣ ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.

د روان کال په اوږدو کې دا پنځمه ترافيکي خونړۍ پېښه ده چې د هرات – کندهار لويې لارې په اوږدو کې رامنځته کېږي.