کابل(پژواک، ١٦ کب ٩٣): د سالنګ لويه لاره د زياتې واورې ورېدنې او واورې ښويېدنې له امله د ترافيکو پر مخ وتړل شوه.
د سالنګ لويه لاره د پروان او بغلان تر منځ له لوړو غرونو تر تېرېدو وروسته د هېواد پلازمېنه له ٩ شمالي ولايتونو سره نښلوي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې مشر ډګر جنرال محمد رجب وويل چې تېره شپه په شمالي او سوېلي سالنګ کې د واورې ښويېدنې له امله دغه لاره د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.
نوموړى چې نن سهار( شنبه) شاوخوا اته بجې يې له پژواک خبري اژانس سره خبرې کولې وويل چې همدا اوس په سالنګونو کې درنه واوره ورېږي ، د وړاندوينو له مخې به همداسې دوام ولري او د واورې ښويېدنې د نورو پېښو د رامنځته کېدو امکان هم شته.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، له تېرې ورځې راهيسې په سالنګونو کې شاوخوا ٧١ سانتي متره واوره ورېدلې ده.
دغه لويه لاره د کب له ٤مې د همدې مياشتې تر ٩مې نېټې هم د واورې ښويېدنې له امله د ترافيکو پرمخ تړل شوې وه.
په ژمي کې له دې لارې تګ راتګ له خطرونو سره تړلى دى.
د ١٣٨٨لمريز کال په سلواغه مياشت کې په سوېلي سالنګ کې سخت توپانونه او واورې ښويېدنې د ١٧٠ کسانو د مړينې او ١٢٥ نورو د ژوبلېدو لامل شوې.










