منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۳ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د چت پرېوتو له امله د يوې کورنۍ ٨ تنه مړه شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۱ کتنې

جلال اباد ( پژواک، ١٦ کب ٩٣ ) : په  ننګرهار ولايت کې ديوه کور د چت د پرېوتو له امله  د کورنۍ اته غړي مړه شوي دي.

د ننګرهار د سرپرست والي ويانداحمد ضياء عبدالزي د کب په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه په شېرزادو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د يادې ولسوالۍ د وډيسار په سيمه کې د ملنګ په نامه ديوه تن د کور چت پرېوتى دى.

دى وايي چې په دې پېښه کې ددغې کورنۍ شپږ ماشومان او دوه ښځې مړه شوي ، يو نارينه او يوه ښځه ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، ټپيان نږدې روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د والي وياند وايي چې په دې ولسوالۍ کې د پرله پسې بارانونو له امله دغه پېښه رامنځته شوې ده.

د يادونې ده چې تر دې مخکې تېره اوونۍ په ننګرهار ولايت کې د بارانونو او سيلابونو له مله تر شلو پورې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.