منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۰ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

واورو د “سبزک” کوتل لاره هم بنده کړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۸ کتنې

قلعه نو( پژواک، ١٦ کب ٩٣): د “سبزک” کوتل چې هرات له بادغيس ولايت سره نښلوي، د ډېرو واورو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوى دى.

 د بادغيس د فوايدعامې رياست مشرې انجينر مليحې نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې کوتل کې ډېره واوره ورېدلې او همدا اوس ( غرمه مهال ) هم هلته ورښت دوام لري.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له همدې امله له تېر ماښام راهيسې د کوتل دواړو خواوو ته امنيتي ځواکونه د احتمالي خطرونو د مخنيوي په موخه، موټرو ته اجازه نه ورکوي چې پر دې کوتل تګ راتګ وکړي.

مليحه وايي، که څه هم له خصوصي شرکت سره له واورو د دې لارې د پاکولو تړون د کب په ١٥مه پاى ته رسېدلى، خو همدا اوس د ياد شرکت دوه بلډوزر په سبزک کوتل کې د واورو پر پاکولو بوخت دي.

هغې هيله څرګنده کړه چې د نن ورځې تر پايه دغه لار د ترافيکو پر مخ پرانيستل شي.

د روان کال د سلواغې په پنځه شپه په “سبزک” کوتل کې شاوخوا ١١٠ تنه له موټرو سره واورو راګير کړي وو، خو امنيتي ځواکونو وژغورل.

د واورو ښويېدنو له امله له تېرې شپې راهيسې د سالنګ لويه لاره چې د هېواد مرکز له نهو شمالي ولايتونو سره نښلوي، هم د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

له تېرو دوو اونيو راهيسې ورښتونو زور اخيستى. د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د سېلابونو او واورو ښويېدنو له امله تر ٣٠٠ ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړى دى.