منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۴ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

چاپان له افغانستان سره کابو لس مليونه ډالره مرسته وکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۰ کتنې

کابل، تهران (پژواک ١٨ کب ٩٣): جاپان، د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي له ملي ادارې سره د ٩،٩ مليون ډالرو په ارزښت يو هوکړه ليک لاسليک کړ او همدارنګه د وروستيو طبيعي پېښو په ځانګړي ډول د پنجشېر د واورې ښويېدنې پېښو له قربانيانو سره د ايران هېواد شوې مرستې کابل ته رسېدلې دي.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د جاپان حکومت او د کډوالو نړيوال سازمان (IOM) له لوري د افغانستان د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي له ملي ادارې سره يو هوکړه ليک، لاسليک شوى دى.

د سرچينې په وينا، دغه هوکړه ليک په هغو سيمو کې، چې د طبيعي پېښو له خطرونو سره مخامخ دي، د طبيعي پېښو د خطرونو د کموالي پروژې د پلې کولو په موخه او کله چې طبيعي پېښې رامنځته کېږي، د هغوى د ځواب ويلو لپاره د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي د ملي ادارې د ظرفيت د پياوړتيا په برخو کې لاسليک شوى دى.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز واي، دغه پروژه د ٩،٩ مليون ډالرو په ارزښت په راتلونکو ٣٦ مياشتو کې د کډوالو نړيوال سازمان او د افغان حکومت په مرسته په افغانستان کې له طبيعي پېښو څخه د رامنځته شويو خطرونو د کموالي په موخه د هرات، فارياب، بلخ، جوزجان، سرپل، بغلان، تخار، باميان، هلمند او کابل ولايتونو په غوره شويو سيمو کې په تمرکز سره پلې کېږي.

سرچينې زياته کړې، افغانستان په سوېلي اسيا کې د طبيعي پېښو له خطر سره د مخامخ کېدونکو هېوادونو له ډلې بلل کېږي، چې تل د زلزلې، سېلابونو، وچکالۍ، ځمکې ښويېدنې، د ريګ توپان او واورې ښويېدنې د پېښو شاهد پاتې شوى دى.

د ملګرو ملتونو سازمان وړاندوينې ښيي، چې هر کال ٢٥٠زره افغانان د طبيعي پېښو له امله ځپل کېږي او د طبيعي پېښو پر مهال د کورونو او سرپناه د ويجاړېدو له امله له ٢٠٠٨ کال راهيسې په منځني ډول هر کال ٢٣زره افغانان بېځايه کېدو ته اړ شوي دي.

بلخوا د ايران د بشري مرستو يو کاروان د وروستيو طبيعي پېښو په ځانګړي توګه د پنجشېر ولايت د طبيعي پېښو له قربانيانو سره د مرستې په موخه کابل ته رارسېدلى دى.

کابل کې د ايران سفارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دغو توکو ډکه الوتکه، نن کابل ته رسېدلې ده.

د ايران د سرې مياشتې ټولنې د نړيوالو چارو د برخې مدير حسين شفيع خاني ويلي، په دغو مرستو کې کمپلې، خېمې او تيار شوي خوراکي توکي موجود دي.

د کابل په هوايي ډګر کې د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې مشرې فاطمې ګيلاني، د دغو توکو د ترلاسه کولو د مراسمو په خبرو کې، له ايران څخه د دغو لېږل شويو توکو له مرستو مننه وکړه.

مېرمن ګيلاني، د مرستو په دغه لړۍ کې د ايران هېواد له بېړنيو مرستو د ستاينې ترڅنګ زياته کړه، چې د هوا په ګرمېدو سره د سېلابونو د راوتلو امکان شتون لري او افغانستان هيله لري، چې د ايران خلک د دا ډول پېښو له قربانيانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.