کابل (پژواک ٢٤ کب ٩٣): ديني عالم مولوي سخيداد فايز او ليکوال، شاعر او د فکر او عمل جرګې غړى محمد حسن حسام په حق ورسېدل.
د فکر او عمل جرګې غړي حليم فدايي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې حسن حسام نن په ننګرهار ولايت کې په حق رسېدلى او جنازه يې سبا (د کب ٢٥مه) د کونړ ولايت د نورګل ولسوالۍ په نورګل کلي کې خاورو ته سپارل کېږي.
د هغه په وينا، حسام نه يواځې دا چې په خپله ليکوال او شاعر و، بلکې د ده په مالي مرستو ادبي غونډې ترسره کېدې، د فرهنګ د بډاينې په موخه يې د ليکوالو اثار چاپول او په فرهنګي او کلتوري فعاليتونو کې بوخت شخصيت و.
نوموړى وايي، د دې ترڅنګ، نوموړى يو ملي سوداګر، ولسي سياستوال او قومي مشر هم و.
ده زياته کړه، د فکر او عمل جرګه د ليکوال، شاعر او ملي سوداګر مړينه د افغانستان د ولس لپاره يوه ضايعه بولي او د نوموړي خدمتونه به د افغانستان په معاصر تاريخ کې د تل لپاره ثبت وي.
بايد وويل شي، چې حسام څو کتابونه هم کښلي دي.
د يو بل خبر له مخې، د هېواد ديني عالم او جهادي شخصيت مولوي سخيداد فايز، نن د ور پېښې ناروغۍ له امله په حق رسېدلى دى.
د مولوي فايز زوى انجنير شريف فايز پژواک اژانس ته وويل، چې نوموړى نن مازيګر په پېښور کې، چې د درملنې لپاره هلته بېول شوی و، د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوى او جنازه يې سبا يوه نيمه بجه د کابل په عيدګاه جومات کې ترسره کېږي.
بايد وويل شي، چې ٩٣ کلن فايز په افغانستان کې د اسلامي نهضت له مخکښانو څخه و او د جهاد پرمهال د اسلامي جمعيت د ګوند د اجرائيه شورا غړى و.
ياد شوی ديني عالم، دغه راز د استاد رباني په مشرۍ د مجاهدينو د حکومت پرمهال د حج او اوقافو وزير هم پاتې شوی دی.
نوموړى دغه راز د هېواد له پياوړو ليکوالانو څخه شمېرل کېږي او يو شمېر ديني اثار يې ليکلي دي.










