منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۹ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د پنجشېر بېځايه شوې کورنۍ مرستو ته اړتيا لري

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

پاراخ (پژواک، ٢٥ کب ٩٣): پنجشېر کې د واورې ښويېدنې له وروستيو پېښو وروسته، ٥٨٠ کورنۍ بېځايه شوې او له دغو کورنيو ځينې يې په ډېرو سختو شرايطو کې ژوند کوي.

له يادو کورنيو ٢٨٠ يې هغه کورنۍ دي چې واورو ښويېدنو يې کورونه نړولي او پاتې نورې د نورو واورو ښويېدنو له وېرې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.

د کب مياشتې په شپږمه شپه د پنجشېر په بېلابېلو سيمو کې د واورو ښويېدنو له امله شاوخوا ٢٠٠ تنه مړه شول او ٢٨٠ کورونه ونړېدل.

د دغه ولايت د پريانو ولسوالۍ د “تْل” سيمې اوسېدونکى قاري محمدفقير يو له بېځايه شوو کسانو دى.

هغه چې اوس له خپلې کورنۍ سره د پنجشېر په رُخه ولسوالۍ کې اوسېږي، وايي په “تْل” سيمه کې د واورې ښويېدنې په ياده پېښه کې د ده د کور په ګډون ٤٥ کورونه ونړېدل.

دى وايي چې په دې پېښه کې د ده د تره د زوى او خور په ګډون ٢٥ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د قاري محمدفقير په وينا، له “تْل” څخه د ده د کورنۍ په ګډون لس کورنۍ رخې ته کډه شوې او دلته په دوو کورونو کې چې ټول اته خونې لري، ژوند کوي.

دى وايي چې له زيانمن شوو کورنيو سره يوه اندازه خوراکي توکي او يوه، يوه کمپله او ترپال مرسته شوې خو دغه مرستې ډېرې کمې دي؛ ځکه چې هغوى په سختو شرايطو کې ژوند کوي او اړينو مرستو ته اړتيا لري.

محمدفقير وايي: “د يوې کورنۍ لپاره يوه کمپله په هېڅ صورت کفايت نه کوي، هره کورنۍ تر لسو کسانو غړي لري، دا ټول په اتو خونو کې څنګه ژوند وکړي؟ موږ وسايلو ته اړتيا لرو، دا مهال په يوه پياله کې درې تنه په نوبت چاى څښو.”

دى وايي چې دغه لس کورنۍ د وچې ډوډۍ لپاره اوړه د “تْل” کلي په کورونو کې پخوي او په خونو کې يې يواځې يو ترپال غوړولى.

هغه د سيمې له خلکو په مننې وويل چې خلکو ورسره د يو څو بړستنو مرسته هم کړې ده.

دغه راز د درې ولسوالۍ د عبدالله خېلو سيمې د “ارغچ” کلي اوسېدونکى سيدعالم وايي، واورو ښويېدنو په دغه کلي کې ٣٠ کورونه ونړول چې له امله يې ٣٤ تنه مړه شول.

دى وايي چې يادې ٣٠ کورنۍ بېلابېلو سيمو ته کډې شوې او د ده کورنۍ دا مهال د يادې درې په “کوره تاز” کلي کې د خپلوانو په کور کې اوسېږي.

د هغه په وينا، خپلوانو يې يوه خونه ورکړې او دى يې د کورنۍ له ٧ نورو غړو سره په کې ژوند کوي.

هغه وويل چې کورنۍ يې دا مهال د مېلمنو په څېر د خپلوانو په کور کې اوسي، خو مرستو ته اړتيا لري، ځکه چې د کور هر څه يې له لاسه ورکړي دي.

دى وايي چې تر اوسه يوه اندازه خوراکي توکي او يوه کمپله ورسره مرسته شوې ده.

د پنجشېر د کډوالو چارو مشر عبدالمجيد نوروزي هم د بېځايه شوو کورنيو ستونزې تاييدوي او وايي دغه رياست او د بېړني حالت کمېټه هڅې کوي چې دغو اړو کورنيو ته مرستې راجلب کړي.

هغه وايي چې د دغه ولايت د دويمې حصې ولسوالۍ ١٥٢ کورنۍ، د ابشار ولسوالۍ ١٥٠ کورنۍ، د پريانو ولسوالۍ ١٥٨ کورنۍ او د لومړۍ حصې ١٢٠ کورنۍ بېځايه شوې دي.

دى وايي چې له دغو کورنيو شل يې کابل، او لس يې رخې ته او پاتې نورې يې ګاونډيو کليو ته کډه شوې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، له دغو کورنيو ډېرې يې د خپلوانو په کورونو او يو شمېر په پريانو کې د سيمه ييزو شوراګانو د غونډو په ودانۍ کې اوسېږي.

د نوروزي په وينا، د بېړني حالت کمېټې تر اوسه پر ٢٥٠ ډېرو اړو کورنيو يوه اندازه توکي وېشلي، خو کفايت نه کوي او نورو مرستو ته هم اړتيا لري.

د هغه د معلوماتو له مخې، په مرسته شوو توکو کې د هرې کورنۍ لپاره ٥٠ کيلوګرامه اوړه، لس کيلو غوړي، پنځه کيلو دالنخود، ٥٠ کيلو وريجې، يوه اندازه چاى او بوره، يوه کمپله او يو ترپال شامل دي.

هغه وايي دا مهال د بېړني حالت کمېټه چې د کډالو رياست يې هم غړيتوب لري، د مرستې لپاره نور توکي په واک کې نه لري، خو هڅې کوي چې د مرستندويه موسسو مرستې راجلب کړي.