ميدانښار ( پژواک، ٥ ورى ٩٤ ) : د کابل ـ غزني پر لويه لاره د ميدان وردګو ولايت اړوند په سيداباد ولسوالۍ کې ديوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او ٩ نور ټپيان شوي دي.
د دې ولايت د سرپست والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وري په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن تر غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو د سيد اباد ولسوالۍ په زرني سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، يو مرسيډيز او کرولا ډوله موټر په ياده سيمه کې سره جنګيدلي چې له امله يې ددواړو موټرو اړوندو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خوږياڼي په وينا، په دې پېښه کې يو تن مړى او ديوې مېرمنې په ګډون ٩ نور ټپيان شوي دي، چې ټپيان د ميدانښار روغتون ته لېږدول شوي دي.
ده زياته کړه، چې کرولا موټر له کابل څخه غزني او مرسيډيز موټر له سيداباد ولسوالۍ څخه کابل ته روان وو،چې ياده پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوه.
د سرپرست والي وياند وايي چې د درې ټپيانو روغتيايې وضعيت د اندېښنې وړ ښودل شوى دی .










