پلخمري(پژواک، ١٣ ورى ٩٤): د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د يوه کور د چت پرېوتو له امله د يوې کورنۍ درې غړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د استوګنې دغه کور د پلخمري ښار د سينما شاته موقعيت لري ، ددغه کور دېوالونه د باران له امله نړېدلي چې دا پېښه بيا د چت پرېوتو لامل شوې.
د بغلان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتو والي ادارې مشر نصيراحمد کهزاد پژواک خبري اژانس ته وويل ، دغه پېښه نن سهار څلوربجې رامنځته شوې چې له امله يې درې وروڼه چې عمرونه يې له پنځو تر ١٢ کلونو پورې دي، وژل شوي دي.
پلار او مور توانېدلي چې له خپل يوه کوچني زوى سره له دې پېښې روغ ووځي.
ددې ماشوم پلار شيرمحمد وويل:((يواځې دومره مو وشو کولى چې له خپلې مېرمنې او يوه ماشوم سره له کړکۍ راووځم، خو درې زامن مې ونه شواى ژغورلى.))
هغه چې حلبي جوړونکى دى او په يوه زاړه کور کې ژوند کوي، زياتوي چې اقتصادي وضعيت يې کمزورى دى، کور يې ويجاړ شوى، خپلې د زړه “درې ټوټې” يې له لاسه ورکړې او مرستې ته اړتيا لري.
د بغلان د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مشر وايي، دې رياست د درېيو ماشومانو د خښولو لګښت ورکړى او سيمې ته يې يو پلاوى استولى چې تر پلټنې وروسته به د ويجاړ شوي کور د رغولو اقدام وکړي.
په دوو وروستيو کلونو کې د پلخمري ښار په قول حمام او پنځمه تصدي ساحه کې هم دوه استوګنيز کورونه د باران په سبب نړېدلي وو چې د يوې ځوانې نجلۍ او يوې ښځې په ګډون يې د څلورو تنو ژوند واخيست او اووه نور ټپيان شول.










