کابل ( پژواک، ۸ لړم ۹۴) : د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزی وایي چې ملي لوبډله به د تاریخي بریاوو لړۍ ته ادامه ورکوي.
نوموړي دغه څرګندونې د لړم په ۸ مه، د الکوزي – کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د هغې سترې غونډې په ترڅ کې وکړې، چې د ملي لوبډلې هرکلي او تقدیر په موخه برابره شوې وه.
په دغه غونډه کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش، د چارو ادارې لومړي مرستیال نعمت الله سایر، د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي، د چارو ادارې د دارلانشاء مرستیال عاطف مشعل، د ملي شورا غړو، د علماو شورا غړي مولوي عطاءالله فیضاني د کرکټ بورډ نورو مسوولینو، کارکوونکو او د کرکټ زرګونو مینه والو ونډه درلودله..jpg)
د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزي یادې سترې غونډې ته دوینا پرمهال د افغانستان کرکټ بورډ ادارې مننه وکړه چې ددوی لپاره یې د زمبابوې په څیر پیاوړې لوبډلې پر وړاندې نړیوالې یو ورځنۍ او شل اوریزې سیالۍ برابرې کړې .
هغه زیاته کړه، چې د سیالیو په لړ کې هر لوبغاړي خپل رول ولوباوه او د بریا په لور د لوبډلې په بیونه کې یې هلې ځلې وکړې.
ستانکزي له ټولو هیوادوالو او مینه والو مننه وکړه چې تل یې په خپلو دعاګانو کې ملي لوبډله یاده ساتلې ده او تل یې د دوی تود هرکلی کړی دی.
د یادې غونډې په څنډه کې لوبډلمشر پژواک ته وویل چې لوبډله به یې د تاریخی بریاوو لړۍ ته ادامه ورکوي او ژمنه یې وکړه، چې په راتلونکو لوبو کې به هم لوبډله یې له ځانه وړتیا وښيي.
د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش ددغې تاریخي بریا مبارکي ملي لوبډلې او ټولو هیوادوالو ته وویله..jpg)
هغه د ملي لوبډلې لاسته راوړنو ترشا د روزونکو زیار او د لوبغاړو وړتیاوې او یووالی کلیدي عناصر وبلل.
دانش د ملي لوبډلې بریا د هیواد زلزله ځپلو ته ډالۍ کړه او د ملي لوبډلې هر لوبغاړي ته یې د درې زره امریکایي ډالرو د ورکړې اعلان هم وکړو.
د ریاست جمهوري د چارو ادارې لومړي مرستیال نعمت الله سایر په خپله وینا کې د ملي لوبډلې له لاسته راوړنې ستاینه وکړه. نوموړي وویل چې، د ادارې د دومره کار او زیار په پایله کې ملي لوبډلې دومره وده وکړه چې بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې ته ماتې ورکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي وویل،ملي لوبډلې یو نه ماتیدونکی تاریخي ریکارډ جوړ کړ او هیڅ لوبډله به یې په ماتولو بریالۍ نه شي.
هغه زیاته کړه : ((نن چې د هیواد ملي بیرغ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې رپیږي، ټول د ملي لوبډلې د هلوځلو پایله ده.)).jpg)
نوموړي د کرکټ مینه والو له مینې او ملاتړ څخه مننه وکړه او اعلان یې وکړ، چې درې ورځې وروسته به په همدې لوبغالي کې دکرکټ شپږیزې ملي سیالۍ پیلیږي.
غونډه د کرکټ زرګونو مینه والو د شور او نارو په بدرګه د ښوونځي شاګردانو په ترانې سره پای ته ورسیده.
تر دې مخکې زرګونو کسانو د کابل د کرکټ په نړیوال هوایي ډګر کې د ملي لوبډلې هرکلی وکړ او د لسګونو موټرو په بدرګه یې له هوایي ډګر څخه تر لوبغالي ورسولو.










