منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۷ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د نورستان زلزله ځپلي بېړنيو مرستو ته اړتيا لري

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

جلال اباد(پژواک،۹ لړم ۹۴): چارواکي وايي چې وروستۍ زلزلې په نورستان کې ګڼې ټولګټې پروژې او د خلکو کورونه زيانمن کړي او اوس د ډېرو مرستو اړتيا ليدل کېږي.

تېره اوونۍ په زلزله کې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې نهه کسان مړه شوي او تر ۷۶ نور ټپيان شوي دي.

د دغه ولايت  والي حافظ عبدالقيوم د لړم په ٩مه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې پر زلزله ځپلو يې د مرستو لړۍ پيل کړې خو دغه ولايت په لوړه کچه مرستو ته اړتيا لري.

هغه وايي: ((د زلزلې له امله ټولو ولسواليو ته غځېدلې لارې ځاى ځاى خرابې شوې، ۱۲ د برق پروژې چې زرګونه کورنيو ته يې برېښنا رسوله، له منځه تللې او ۶۱۵ کورونه ويجاړ شوي دي.))

نوموړی وايي چې د نورستان ولسواليو ته يې د مرستو رسولو ټېمونه لېږلي چې د خوراکي او لومړنيو غير خوراکي توکو مرستې وکړي.

والي اندېښنه ښيي: ((هوا مخ په سړېدو ده، زلزله ځپلې کورونۍ نه شي کولی خپل ويجاړ شوي کورونه ژر جوړ کړي. موږ له مرکزي ادارې په لوړه کچه د مرستو غوښتنه کړې او ورته په تمه يو.))

حافظ عبدالقيوم د فوايد عامې له وزارته هم وغوښتل چې خپلو امکاناتو ته په کتو په نورستان کې د خرابو شوو لارو پر جوړولو اقدام وکړي.

د نورستان د ولايتي شورا رييس انجنير سعدالله پاينده زوی پژواک اژانس ته وويل چې د تېرې اوونۍ زلزلې د دغه ولايت ډېرې بانډې او کورنۍ زيانمنې کړې دي.

پاينده زوی وايي: ((نورستان د بدخشان له جرم ولسوالۍ چې د زلزلې مرکز و، ۲۰ کيلومتره لرې پروت دی، نو زلزلې دا غرنيز ولايت ډېر زيانمن کړی دی.))

د ولايتي شورا رييس وايي چې د غرونو په لمنو او څنډو کې ډېرو کورونو درزونه کړي او په ځينو سيمو کې د غرونو د راغورځېدو امکان ډېر دی.

نوموړی وايي: ((که خدای مه کړه بيا زلزله يا سخت باران وشي نو امکان شته چې د ډېرو خلکو کورونه چپه شي؛ ځکه زلزلې ډېر کورونه د چپه کېدو له خطر سره مخ کړي دي.))

هغه له مرکزي حکومت وغوښتل چې دغه ولايت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او مرستندوى ټېمونه ور ولېږي.

د نورستان د مرکز پارون اوسېدونکي عنايت الله ثابت پژواک اژانس ته وويل چې په سيمه ييزه کچه حکومتي مرستې د دغه ولايت زلزله ځپلو لپاره کمې دي.

ثابت وايي: ((نورستان غرنيز ولايت دی، زلزلې يې ټولې بانډې او کلي له خطر سره مخ کړي. مرکزي حکومت بايد د ممکنه غميزې پېښېدو لپار ه مرستې او امکانات را ورسوي.))

د تېرې دوشنبې ورځې زلزلې د هېواد په نهو ولايتونو کې ١١٨ تنه مړه او ٥٥٦ نور يې ژوبل کړل، دغه راز په دې زلزله کې ۷۶۳۰ کورونه، ۱۲ جوماتونه، ١٧ ښوونځي او شل اداري واحدونه ويجاړ شوي او زر څاروي له منځه تللي دي.