نيلي (پژواک، ١٥ ورى ٩٥): په دايکنډي ولايت کې د سېلابونو راوتو له امله د دوو ښځو په ګډون څلور کسان مړه شوي او کښتونو ته يې هم زيانونه اړولي دي.
د دايکنډي له پېښو سره د مبارزې د چمتو والي ادارې مشر رضا صادقي د يکشنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوې ورځې وړاندې په مرکز او ولسواليو کې د سېلابونو راوتل پيل شوي او تر پرون ماښام پورې يې دوام درلود چې له امله يې د دوو ښځو په ګډون څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى او سلګونه جريبه ځمکه زيانمنه شوې ده.
سرچينې زياته کړه، ترلاسه شوي معلومات څرګندوي چې دوې مېرمنې په کيتي ولسوالۍ، يو ٢٥ کلن ځوان په ميرامور ولسوالۍ او يو ٤٠ کلن سړى د ولايت د مرکز نيلي ښار اړوند سيمه کې د سېلاب راوتلو په سبب مړه شوي دي.
صادقي زياته کړه، سره له دې چې تر اوسه پورې په دايکنډي کې د وروستيو سېلابونو د زيانونو او مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري، خو د رياست ډلې به يې ډېر ژر سيمې ته واستول شي.
هغه وويل، د زيانونو اعلان شوې شمېره يې د ټيلېفون له لارې ترلاسه کړې او زيات احتمال شته چې دا شمېره له دې هم لوړه وي.
رضا صادقي زياته کړه چې له شهرستان ولسوالۍ د ولايت تر مرکز پورې هم ګڼ مسافر بند پاتې شوي او د دې ولسوالۍ په سنګسار دره سيمه کې د يوه پول نړېدو د مسافرو ستونزې زياتې کړې دي.
نوموړي زياته کړه چې د شهرستان ولسوالۍ له لارې سيمې ته يوه روغتيايي ډله استول شوې او همدارنګه نورو مرسته رسوونکو بنسټونو له دې يادو مسافرو سره د همکارۍ چمتو والى ښودلى دى.










