منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۴ غ.و
۸°صاف · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د کندهار صنعتکاران: که د برېښنا ستونزه حل نه شي خپلې پانګې وباسو

· ۶ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

کندهار (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٥): د کندهار صنعتکاران وايي، په دې وروستيو کې د دغه ولايت د صنعتي پارک برېښنا ټکنۍ شوې چې له امله يې هغوى درانه زيانونه ګالي او له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

هغوى وايي، که د برېښنا ستونزه حل نه شي نو مجبور دي چې خپلې پانګې نورو ولايتونو ته ولېږدوي.

بلخوا د کندهار د برېښنا رياست چارواکي وايي، له خپلو امکاناتو سره سم به په هر حالت کې صنعتي پارک ته برېښنا چمتو کوي.

حاجي سيد محمد چې د کندهار په صنعتي پارک کې د ماشو د پروسس فابريکه لري او شاوخوا دوه سوه زره ډالره پانګونه يې کړې ده.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، اوس مهال صنعتي پارک ته ٦ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي چې په هېڅ توګه بسنه نه کوي.

دى زياتوي، يوه خو له لويه سره دغه برېښنا ډېره کمه ده او بل پر وخت نه راځي چې له امله يې د هغوى کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ کېږي.

د ده په خبره، په دې وروستيو کې د برېښنا پر کمښت او نامنظموالي دا ستونزه هم ور زياته شوې چې په ورځو ورځو نه وي.

د نوموړي په وينا، د برېښنا د کموالي او ځنډ له امله نه يوازې دى، بلکې د فابريکو ټول چلوونکي درانه زيانونه وړي.

ده زياته کړه: ((صنعتي پارک ته شپږ مېګاواټه برېښنا په دوه شفټه کې ورکول کېږي چې په ټوله ورځ کې يوازې درې يا څلور ساعته وي، خو موږ مجبور يو چې کارګرو ته د بشپرې ورځې مزدوري يا تنخوا ورکړو؛ ځکه هغوى خو زموږ سره نيمه ورځ کار نه کوي.))

نوموړي دغه راز يادونه وکړه چې د ډېرو فابريکو مسوولينو له بهرنيو هېوادونو څخه کارګر په لوړ معاش راوستي دي، که برېښنا وي او که نه وي، مجبور دي چې هغوى ته تنخوا ورکړي.

حاجي سيد محمد وويل چې په خپله يې د دې ستونزې له امله فابريکه تړلې ده او تر هغه چې د برېښنا ستونزه حل شوې نه وي، فابريکه به نه پرانيزي.

د کندهار په صنعتي پارک کې د کاغذ جوړولو د يوې فابريکې مسوول فيض الحق مشکاني وايي، فابريکې ٢٤ ساعته برېښنا ته اړتيا لري؛ ځکه د يو شمېر فابريکو مشينري درې يا څلور ساعته وروسته کار ته اماده کېږي، نو کله چې برېښنا درې يا څلور ساعته وي، هغه فابريکه به څنګه وچلېږي.

دى وايي، د همدې ستونزې له امله په دې وروستيو کې ګې فابريکې تړل شوې او يوازې د يخي او مشروباتو جوړولو فابريکې فعالې دي.

مشکاني زياتوي، ولسمشر څو مياشتې مخکې کندهار ته د خپل سفر پر مهال ژمنه کړې وه چې د صنعتکارانو د برېښنا ستونزه به هواروي او ١٠ مېګاواټه سولر برېښنا به ورته اماده کوي، خو تر اوسه هيڅ هم نه دي شوي.

د ده په خبره، که حالت همداسې دوام وکړي نو پانګه وال به مجبور شي خپلې پانګې نورو ولايتونو ته ولېږدوي.

د کندهار د صنعتکارانو د اتحاديې مسوول حاجي باريداد هم دغه ستونزې جدي ګڼي او وايي د هواري لپاره يې هغوى د کندهار د ولايتي ادارې تر څنګ تر کابل پورې هم منډې کړي خو کومه ګټه يې نه ده کړې.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، له پرېکړې سره سم په اوسنيو شرايطو کې بايد صنعتي پارک ته د ورځې اته ساعته برېښنا هم ورکړل شي خو په دې وروستيو کې په ورځو ورځو نه وي او که وي هم نو د شپې له لورې راځي چې ټول کارګر رخصت وي.

دى وايي، د صنعتکارانو اخرنۍ هيله د ١٠ مېګاواټه لمريزې برېښنا پروژه وه چې هغه هم ځنډېدلې او تر دې مهاله يې هېڅ درک نه لګېږي.

ده يادونه وکړه چې څو ورځې وړاندې يې خپلې دا او ځينې نورې ستونزې د کندهار له والي سره هم شريکې کړې چې هغه يې د حل ژمنه وکړه.

نوموړى له مرکزي ادارې هم غوښتنه کوي چې د کندهار د صنعتکارانو ستونزې جدي ونيسي او د حل لپاره يې اقدام وکړي.

د کندهار د برېښنا رييس انجنير سيد رسول پژواک خبري اژانس ته وويل، صنعتي پارک ته د برېښنا چمتو کول يې لومړيتوب دى، خو کله نا کله د جنراټورونو خرابوالي، پر وخت د تېلو نه رسېدل او نورې تخنيکي ستونزې د برېښنا په رسولو کې خنډ رامنځ ته کوي.

هغه زياته کړه، کندهار اوس مهال يوازې ١٥ مېګاواټه برېښنا لري چې ٣ مېګاواټه يې له ډېزلي جنراتورونو د صنعتي پارک لپاره او ١٢ مېګاواټه يې له کجکي بند څخه د ښاريانو لپاره تولېدېږي.

دى وايي، د دې ستونزې د هواري لپاره يې د باغ پُل سيمې له پلانټ څخه جنراټورونه د ښوراندام ساحې ته رالېږدولي، څو د جنراټورونو د خرابوالي پر مهال ورڅخه استفاده وکړي او د صنعتي پارک د برېښنا جريان قطع نه شي.

نوموړي يادونه وکړه چې ټاکل شوې وه د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا د ١٥ ميليونه ډالرو په لګښت په کندهار کې د لمريزې برېښنا د توليد مرکز جوړ شي او د روان کال تر دوبي پورې ګټې اخيستنې ته وړاندې شي، خو تر دې مهاله د يادې پروژې عملي کارونه نه دي پيل شوي.

د ده په خبره، مرستندويې ادارې ژمنه کړې وه چې د دې پروژې عملي چارې به د روان ٢٠١٦ زېږديز کال د فبروري په مياشت کې پيلوي، خو تر اوسه يې پيل کړې نه دي.

هغه زياته کړه، د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې له برېښنا شرکت غوښتنه کړې وه، هغه ځمکه چې د سولر برېښنا پلانټ په کې نصبېږي بايد د برېښنا شرکت ملکيت وي او دغه راز د لمريزې برېښنا د توليد له موقعيت څخه تر صنعتي پارک او له هغه ځايه تر برېښنا کوټ پورې مزي وغځوي.

دى وايي، اړوندې ادارې يادې ټولې چارې بشپړې کړې چې په کې د ١٦٠ جريبه ځمکه استملاک، د نقشې جوړولو او د برېښنا د لېږد لپاره د مزو غځول او د ١٣٥ پايو لګول شامل دي.

خو ده وويل، مرستندويه اداره پر دې سربېره په خپله ژمنه نه ده درېدلې او د پاور پلانټ د جوړولو عملي چارې يې نه دي پيل کړي.

نوموړي زياته کړه: ((د امريکا نړيوالې پرمختيايي اداره ژمنه کړې وه چې د دغې پروژې عملي چارې به د روان کال په فبروري کې پيلوي، بيا يې په مارچ او اپرېل کې د کار د پيلولو ژمنه وکړه، خو په دې وروستيو کې يې بيا خبر ورکړى چې د همدغه کال په اګست مياشت کې به د دې پروژې عملي چارې پيلوي.))

 

د ده په خبره، څه موده وړاندې چې ولسمشر کندهار ته راغلى و نو له خلکو سره يې ژمنه کړې وه چې د ١٠ مېګاواټه برېښنا د توليد چارې به د روان کال تر دوبي پورې بشپړې شي، خو له بده مرغه چې د دغې پروژې کار پر وخت پيل نه شو، بلکې نور هم ځنډېدلى دى.

دى وايي، اړوندې مرستندويه ادارې ورته ويلي چې دغه پروژه يې په متحده عربي اماراتو کې داوطلبۍ ته وړاندې کړې او لا هم په پروسس کې ده.

د برېښنا رييس له مرکزي ادارې وغوښتل چې پر يادې ادارې فشار راوړي، څو د دې پروژې عملي کارونه ژر پيل شي او په دې توګه د کندهار له خلکو سره شوې ژمنه پر ځاى شي.

د دې برېښنا يوه اندازه به صنعتي پارک او نوره به کندهار ښار ته ورکول کېږي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک هم وايي چې د کندهار والي د صنعتکارانو د ستونزو د هواري په برخه کې جدي دى او اړوندو ادارو ته يې سپارښتنه کړې چې صنعتکارانو ته ډېر امکانات برابر کړي.

په کندهار کې شاوخوا ٢٠٠ فابريکې فعالې دي چې په کې پنبه، غوړي، کنجازه، صابون، يخ، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي پايپونه، خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات او نور جوړېږي، چې شاو خوا ٥ زره تنه پکې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.