منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۹ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د کرکت نړیوالې شورا دافغانستان کورنیو سیالیو ته د (فرست کلاس) دریځ ورکړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۷ کتنې

کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۹۵): د کرکټ نړیوالې شورا لخوا دافغانستان د کورني کرکټ د احمد شاه ابدالي څلور ورځنیو سیالیو ته د (فرسټ کلاس) دریځ ورکړی دی.

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د کرکټ د نړیوالې شورا له مرکزي دفتر څخه د سلواغې په ۱۶مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلې، چې دا پریکړه د شورا په دوه ورځنۍ غونډه کې وشوه.

سرچینې زیاته کړې، چې په دوه ورځنۍ غونډه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ افغانستان او ایرلینډ ته د لومړۍ درجې دریځ پر ورکولو غور وشو.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې پریکړه وشوه، چې دافغانستان د کورني کرکټ احمدشاه ابدالي څلور ورځنیو سیالیو ته د (فرسټ کلاس ) او د شپږیزې شل اووریزو سیالیو ته د (لسټ ای) دریځ ورکړل شي.

بلخوا دافغانستان کرکت بورډ لخوا په ټولنیزه شبکه فیسبوک کې په خپره شوې خبرپاڼه کې د یادو دریځونو د ورکړې پخلی شوی دی.

سرچینې زیاته کړې ، د افغانستان کورنيو څلور ورځنيو لوبو د کرکټ نړيوالې شورا له لوري د لومړۍ درجه (فرسټ کلاس ) حيثت ترلاسه کړ، همدا ډول د څلور ورځنيو لوبو تر څنګ د افغانستان شپږيزه ليګ د ای کلاس دریځ ترلاسه کړی.

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه له دې کبله ټولو هېوادوالو او د کرکټ مينه والو ته مبارکي وړاندي کړې ده.