منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۲ غ.و
۱۳°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

یونیسف:د تیرو لسوکلونو په اوږدو کی لږترلږه ۶۵۰۰۰ ماشومان د وسلوالو ځواکونو او ډلو د ګمارنی څخه خوشي شوی دي.

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۸ کتنې

د پاریس د ژمنو د لسمی کلیزی د لمانځلو په مناسبت د نوموړی ناستی مشران یوځل بیا غوښتنه کوی چی باید ماشومانپه شخړو او جګړو کي ښکیل نکړل شي.

کابل، افغانستان، ۲۱ فیبریوری ۲۰۱۷ – لږترلږه ۶۵۰۰۰ ماشومان په تیرولسوکلونو کی د وسلوالو ځاکونو او وسلوالو ډلو څخه خوښی شوی دی.د پاریس د ژمنو د علمی کولو لپاره یونیسف وایی چی د ټولی نړی مشران په پاریس کی راغوند شوی دی ترڅو په شخړو کی د ماشومانو کارونه په ټوله نړی کی پای ته ورسوی.

د یونیسف عمومی مشر انتونی لیک وایی لس کاله وړاندی  نړیوالو دماشومانو لپاره ژمنه وکړه او د هغي په عملی کولوسره ۶۵۰۰۰ ماشومانو سره یی مرسته شوی چی یو نوی او ښه ژوند دوباره پیل کړی. ولی ننی ناسته یواځي د دی لپاره نده جوړه شوی چی د تیرو لاسته راوړنو په اړه بحث وشی بلکی د راتلونکي لپاره په هغه کارونو بحث ته اړتیا ده ترڅو ماشومان په جکړو کی استعمال نشي.

افغانستان هم په دی نړیواله غونډه کی استازیتوب لري، او د هغه هیوادونو په ډله کی دی کوم چی یی د هغه ماشومانو لپاره د يوه ښه او خوندی چاپیریال په رامنځ ته کولو کی پرمختګ کړی چی ماشومان یی په جنګی شخړو کی ښکیل دي.هغه علمی کامونه چی په دی برخه کی په افغانستال کی  اخیستل شوی دی په ۲۰۱۱ کال کی د کاری پلان لاسلیکول،  په ۲۰۱۴ کال کی د ۱۵ ټکو د نقشی لاسلیکول، او د افغانستان د ملی دفاع د امنیتی ځواکونو لخوا د ماشومانو د استخدام مخنیوي راځي. په ۲۰۱۵ کال کی د عمر د ارزونی د ملي لارښود تایید او په ورته وخت کی د ملی پولیسو د ګومارنی پر وخت د عمر ارزونه، او په ۲۰۱۵ کال په فبروری کی د افغانستان د ملی امنیتی ځواکونو لخوا د قانون په عملی کیدو سره په افغانستان کی د کم عمره ماشومانو ګمارل په امنیتی ځواکونو کی جرم ګنل کیږي. 

په افغانستان کی د یونیسف استازی آدیل خضر د پاریس په کنفرانس کی د افغانستان د استازی ګډون ستایی غوښتنه یی وکړه ترڅو نور کوټلی کامونه د ماشومانو د خوندی چاپیریال د رامنځ ته کولو واخیستل شی او د هغه ماشومانو سره مرسته وشی چی د شخړو له امله یی زیان لیدلی دي.

آغلی حضر وایی موږ دی ته خوشحاله یو چی د افغانستان استازی په دی مهم کنفرانس کی ګډون کوی او په دی برخه کی به د هغه لاسته راوړنو په اړه چی  ترلاسه کړی یی دی  له نړیوالو سر شریک کړي. خو په ورته وخت کی موږ د هغه ماشومانو په اړه تشویش لرو چی د ټولو جنګي ډلو لخوا په شخړو کی په دندو ګمارل کیږي، په شخړو کی د ماشومانو ګمارل باید پای ته ورسیږی.

لکه څنګه چی دا هیواد په دی اړه کار کوی ترځو دغه سونزی حل کړی موږ هم پر دولت ږغ کوو چی د توقیف په بدیل په نظر کی نیولو سره د ماشومانو د وسلوالو ډلو لخوا د لمړیو قربانیانو او د ځوانانو د عدالت د معیارونو سره سم چلند وشی. 

په افغانستان کی جکړه په ماشومانو ویجاړونکي اغیزی لري.

  • په ۲۰۱۶ کال کی ملګرو ملتونو راپور ترلاسه کړی چی تر ۱۲۰۰ ډیر ماشومان په جګړو کي په دندو کمال شوی دي.
  • په ۲۰۱۶ کال کی ۳۵۲۱ ماشومانو په جګړو کی تلفات لیدلی چی له دی ډلي ۹۲۳ تنو یی خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۵۸۹ تنه یی زخمیال شوی دی چی د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۲۴ فیصد ډيروالی ښي.
  • 50 فیصده ماشومان د ښکیلو خواو ترمنځ د وسلوالو نښتو له امله مرګ ژوبله لیدلی ده
  • ۸۴ فیصده ماشومان مرګ ژوبله د چاودنو له امله رامنځ ته شویده چی ۶۵ فیصده د ۲۰۱۵ کال پر پرتله ډيروالی ښی
  • یو پر دریمه برخه ماشومان د جنګی شخړو د ارمنځ ته کیدو قربانیان دی

په ۲۰۰۷ میلادی کال کی د پاریس په غونده کی نیږدی ۵۸ هیوادونو برخه درلوده خو اوس د ګډون کوونکو هیوادونو شمیر دوه برابره لوړشوی دی چی ۱۰۵ هیوادونو ته رسیږي، افغانستان هم په دی غوند کی ګډون کړی او  په نړیوال کچه د هغه تعد ژمنتیا ته پرخوالی ور کوی چی په شخړو کی د ماشومانو څخه کټه اخیستنه پای ته ورسوي.

د پاریس نړیوال کنفراسن چی د وزیرانو په سطحه جوړ شوی هدف یی په جنګی شخړو کی د ماشومانو ستاتنه، او د هغه لارو چارو لټول دی چی دی خوځښت ته پراخوالی وکړي او همدارنګه په ټولو خواو ږغ کوی چی بیله کوم شرطه او غوښتنو ماشومان خوښی او د ماشومانو ګمارل په جنګي شخړو کی پای ته ورسوي. مختلفی منابع سره یو ځای شی چی د خوشی شویو ماشومانو په روزنه کی مرسته وکړی، او همدارنګه د داخلی بی ځایه شوی ماشومانو او ګډوالو ماو مهاجرو ماشومانو د ستانی په اړه بیړنی اقدام ترسره شی.

د یونیسف مشر ښاغلی لیګ وایی، ترهغو چی ماشومان په جګړو او شخړو کی ښکیل وی موږ نسوکولای چی د خپلی مبارزی څخه لاس په سر شوو. 

########

د لازیاتو معلوماتو لپاره:

Abdul Aziz Froutan, UNICEF Afghanistan, 0798 50 7113,[email protected]