د ټاکنو کمیسیون د دارالانشاء رییس، د ټاکنو کمیسیون د غړو تر منځ د وروستیو اختلافونو او د ټاکنو قانون پر خلاف د حکومت لاسوهنو شتون سره وټاکل شو چې دغې کارپه ټوله کې د هېواد پر ټاکنیز بهېر او په ځانکړې توګه د ټاکنو کمیسیون پر خپلواکۍ او بې پلۍ په اړه سختې اندیښنې رامنځته کړې دي.
کابو یوه میاشت مخکې د ټاکنو قانون د 22 مې مادې د 3 فقرې پر بنسټ د ټاکنو کمیسیون، د دغې کمیسیون د دارالانشاء د ریاست لپاره 3 تنه نوماندان چې په ظاهره د کمیسیون د څلورو غړو په خوښه ولسمشرۍ ته وړاندې شو. خو دغه کار بیا د ټاکنو کمیسیون د پاتي درې تنو غړو سخت غبرګون را وپاروه. په ظاهره بڼه (د بیطرفۍ اصل او د غونډو د دایرولو اصول) نه مراعتول هغه څه دي چې یاد شوې څلور تنه کمیشنران پرې تورن شوې دي.
بلآخره د حکومت مشران د ټاکنو کمیسیون څخه وغوښتل تر څو د ټاکنو د 22 مې مادې 3 مې فقرې پر خلاف، د دارالانشاء ریاست لپاره نوي او ډیر شمېر نوماندان معرفي کړي. همدا وجه وه چې کمیسیون په دې وروستیو کې د کاندیدانو یو (8) نفري لست ولسمشرۍ مانۍ ته واستوه.
(ایټوا) د مدني ټولنې د یو بنسټ په توګه په کلکه متاثره دی چې د پورتنۍ ستونزې د حل لپاره، د روښانه اصولو او د ټاکنو قانون کې د شته حقوقي حل لارو څخه هیڅ ډول استفاده نه ده شوې. څرنګه چې د ټاکنو قانون (22 ماده) (د 18 مې مادې 1 فقره) (د 20 مادې 2 فقره) او (16 مې مادې د 1 فقرې 5 بند) په دې اړوند پوره صراحت لري او کمیسیون د دغو موادو څخه د ګټې اخیستنې له لارې کولای شوای چې هم خپل منځي اختلافات حل کړي او هم د باندنیو شخصیتونو او ډلو د لاسوهنې پر وړاندې د کمیسیون خپلواکي خوندې وساتي.
څرنګه چې (ایټوا) د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړو د ټاکلو پر مهال په خپلو پخوانیو تحلیلي رپوټونو او رسنیزو خبرپاڼو کې د هېواد په ټاکنیز نظام کې د سیاسي ډلو د لاسوهنو په اړه خپلې اندیښنې وړاندې کړې وي، یو ځل بیا د ټاکنو کمیسیون د خپلواکۍ نه درلودلو او پر دغه کمیسیون د سیاسي ډلو د نفوذ په اړه خپله اندیښنه څرګندوي او د دغې وضعیت دوام په هېواد کې د ځوانې ولسواکۍ لپاره ډیر خطرناک او زیانونکي ګڼي.
(ایټوا) د ټاکنو کمیسیون څخه غوښتنه کوي چې د مدني ټولنو وړاندیزونه په ځانګړې توګه د (ایټوا) پیشنهادي طرحې د ټاکنیزو اصلاحاتو بهیر، خپلو کاري فعالیتونو او راتلونکو ټاکنو ته د چمتوالي نیولو لپاره جدیت سره په پام کې ونیسي.
(ایټوا) د هېواد د سیاسي مشرانو څخه په خاصه توګه د ولسمشر څخه غواړي تر څو په هېواد کې د ځوانې ډموکراسۍ د پیاوړتیا لپاره ټاکنیزو اصلاحاتو ته خپلو کارونو کې لومړیتوب ورکړي او د هېواد په انتخاباتي نظام کې د باندنیو ډلو لاسوهنې چې د ملي مصلحت، ملي یووالي او سیاسي ټیکاو تر نامه لاندې یې کوي، په کلکه مخه ونیسي.
(ایټوا) همدا رنګه د هېواد سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، ازادو رسنیو او سیاسي پوهانو څخه غواړي تر څو د اغیزمنو او دوامدارو ننګو او عدالت غوښتنو له لارې د هېواد په ټاکنیز نظام کې د رښتینو اصلاحاتو لپاره هڅې وکړي.
(ایټوا) همدا شان د ملګرو هېوادونو څخه چې د افغانستان په ټاکنیز بهېر کې مرستندویه هېوادونه دي، غواړي تر څو په هېواد کې د ټاکنیزو اصلاحاتو څخه د ښه نظارت لپاره د یو اغیزمن میکانیزم د جوړولو په موخه خپلې مالي او تخنیکې مرستې مدني ټولنو او ازادو رسنیو په لاس کې ورکړي او له دې لارې د افغانستان د ډموکراسي د پیاوړتیا په برخه کې خپله ونډه ولوبوي.
شماره های تماس: 0708293045– 0706706720










