جلال اباد (پژواک، ٥ وږی ۹۶): په ننګرهار کې د لوی اختر د قربانيو لپاره د څارويو سوداګر وايي چې د تېر کال په پرتله د څارويو نرخونه ټيټ شوي؛ خو عام خلک وايي چې نرخونه لوړ دي او بايد حکومت يې د کنټرول لپاره اقدام وکړي.
سوداګر بيا د تېر کال په پرتله د بازار کمرنګي هم خپله ستونزه ګڼي او وايي سږ کال تر ډېره د څارويو پېرلو لپاره ښه بازار نشته دى.
د ننګرهار د ګنج مسوولينو د معلوماتو له مخې، د وړو څارويو په نرخونو کې له زرو تر پنځو زرو او د لويو مالونو په نرخونو کې تر لسو زرو کموالی راغلی دی.
رحمت الله چې د قربانۍ لپاره د څاروي اخيستو په موخه ګنج ته راغلی، له پژواک سره په خبرو کې وويل چې د تېر کال په پرتله سږ کال مالونه يو څه لوړ شوي دي.
دی وايي، تېر کال يې يو ښه غوښن پسه په ۱۵زره کلدارې اخيستی و؛ خو سږ کال يې په هماغه اندازه تر شلو زرو هم پيدا نه کړ.
د جلال باد ښار اوسېدونکي فريدالله ساحل هم پژواک ته وويل چې سږ کال د تېر په پرته د څارويو نرخونه لوړ شوي دي.
هغه وايي چې تېر کال د وړو او غټو څارويو نرخونه د سږ په پرتله درې، څلور زره کلداري ارزانه وو.
خو سيد محمد چې له چپرهار ولسوالۍ يې ګنج ته څاروي د پلور په موخه راوستلي له راتګه پښېمانه ښکاري او وايي چې په منډوي کې موجود نرخونه يې د څارويو اخيستو پيسې هم نه پوره کوي.
د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکي ميرويس چې ګنج ته يې غوايان د پلور په خاطر راوستلي وو، پژواک ته وويل چې تېر کال يې يو غويی په ۱۵۰زره کلدارې پلوره؛ خو سږ کال په هماغه وزن غوايان څوک په ۱۳۰زره کلدارې هم نه اخلي.
نوموړي وويل، پسونه يې په چپرهار ولسوالۍ کې هر يو له پنځلس زره کلدارو پورته اخيستی؛ خو دلته يې اخري نرخ پنځلس زره کلدارې دی چې د ګټې پر ځای ورته تاوان کوي.
د ننګرهار د څارويو د مرکزي ګنج ټيکه دار ذبيح الله هوتک پژواک ته په خبرو کې د څارويو د بيو ټيټوالى که له يوې خوا د بې روزګارۍ او فقر زياتوالی په ګوته کوي؛ نو له بلې خوا پاکستان ته د څارويو په لېږد بنديز هغه څه يادوي چې په وينا يې د څارويو نرخونه يې ټيټ کړي دي.
په همدې حال کې د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو سراسري اتحاديې مشر ډاکتر محمد لياقت عادل وايي چې په هېواد کې روان اقتصادي بحران د دې سبب شوی چې د هېواد ټولې سوداګريزې چارې ټکنۍ کړي.
بې کاري، فقر، نا امني او يو شمېر نور مسايل هغه څه دي چې د دې اتحاديې مشر يې له پژواک سره د خبرو پر مهال په ننګرهار کې د څارويو د بيو د لوړوالي علتونه ګڼي؛ خو پر حکومت غږ کوي چې د سوداګرۍ د ودې او د سوداګرو د تشويق لپاره دې ځانګړي پلانونه او د څارويو د پلور لپاره ځانګړي نرخونه وټاکي.










