منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۴ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د کندهار زرګونه ښاريان د اوبو رسولو رياست ٧٠ ميليونه پوروړي دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

کندهار (پژواک، ۸ ليندۍ ۹۶): د کندهار زون د ښاري اوبو رسولو او کانالیزاسیون ریاست وایي، خلک له اوبو ګټه اخلي خو لګښت یې نه ورکوي چې له همدې امله یې پر خلکو ۷۰ میلیونه افغانۍ عواید پاتې دي.

دغه څرګندونې د کندهار زون د ښاري اوبو رسولو او کانالیزاسیون رییس انجنیر محمد نادر کاکر پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه زیاته کړه، دغه اداره توانېدلې چې د کندهار ښار شاوخوا ۱۵ سلنه وګړو ته د څښاک پاکې اوبه ورسوي چې شاوخوا ۶زره کورونه، تجارتي ساحې او ادارې په کې شامل دي.

خو دی وايي، عمده ستونزه یې د عوایدو په راټولولو کې ده، ځکه خلک له اوبو استفاده کوي خو د دوی عواید نه ورکوي.

د ده په خبره، له تېرو څو کلونو راهیسې یې پر خلکو له همدې درکه ۷۰ میلیونه افغانۍ پاتې دي.

کاکړ وویل، یاد ریاست له مالیې وزارت څخه بودیجه نه لري او ټولې چارې د خپلو عوایدو په وسیله تر سره کوي.

دی وايي، له همدې امله یاد ریاست نه دی توانېدلی چې د اوبو شبکه پراخه او اړوندې نورې پراختیايي چارې تر سره کړي.

هغه دغه راز یادونه وکړه چې په کندهار ښار کې د څښاک د پاکو اوبو رسولوه شبکه ډېره زړه او د ۱۹۵۳ زېږدیز کلونو د مهال ده چې نوې کېدو ته اړتیا لري خو دوی بودیجه نه ورته لري.

نوموړي د څښاک د پاکو اوبو د ناقانونه نلونو موضوع هم یاده کړه چې ډېر وګړي په پټه خپلو ودانیو ته د اوبو نلونه غځوي چې دوی ته یې ستونزې جوړې کړي دي.

خو ده وویل چې د مخنیوي لپاره یې لاس په کار شوي دي.

کاکړ دغه راز بله ستونزه د خپلسرو برمو یا ژورو څاګانو د کیندلو وبلله چې دغلته یې د اوبو کچه ډېره ټيټه کړې ده.

دی وايي، په دې وروستیو کې د دې او ګڼو نورو لاملونو له سببه له ځمکې لاندې د اوبو کچه شاوخوا ۱۳۰ متره ټیټه شوې ده.

د ده په خبره، دا د کندهار ښار د اوسېدونکو لپاره چې ورځ تر بلې یې نفوس ډېرېږي ښه خبر نه دی، ځکه اوبه د راتلونکو نسلونو حق هم دی چې باید د سپما لپاره یې له ټولو امکاناتو کار واخیستل شي.

هغه دغه راز د کندهار ښار د ختیځو او لويدیځو سیمو (میرویس مېنې او ښوراندام) یادونه هم وکړه چې د ځښاک اوبه په کې له کیفي پلوه سمې نه دي.

د دې تر څنګ د کندهار ښار په شمالي څنډه د لویې ویالې په سیمه کې بیا اوبه ډېرې کمې دي چې ډېری اوسېدونکي یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

خو د کندهار زون د ښاري اوبو رسولو او کانالیزاسیون رییس وايي، چې د دغې سیمې د شاوخوا ۱۰ زره کورنیو لپاره د اوبو د یوې لویې زېرمې د جوړولو کار پیلوي چې تر یوه حده به دا ستونزه حل شي.

ده زیاته کړه دا چې ډېر خلک د ښار په غیر پلاني ساحو کې ژوند کوي، دوی نه دي توانېدلي ټولو ته د څښاک پاکې اوبه ورسوي، ځکه خو خلک اړ شوي چې په خپلو کورونو کې برمې ووهي او د څښاک اوبه په لاس راوړي.

کاکړ خبر ورکړ چې په دې وروستیو کې یې د دغه ریاست په چوکاټ کې د اوبو د کیفیت لابراتوار فعال کړی چې د اوبو بیالوژیکي او فزیکي معاینات په کې وشي، څو خلک پوه شي د کومې سیمې اوبه د څښاک لپاره مناسبې او کومې نه دي.

دغه راز ده وویل دا چې د اوبو رسولو ریاست د کندهار زون په کچه فعالیت لري نو د نیمروز په زرنج ښار کې یې په دې وروستیو کې ۱۰ زره ۷۴۲ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي دي.

نوموړي د نوي کال لپاره د دې ادارې د پلانونو په اړه وویل چې د څښاک د پاکو اوبو رسولو خدمات به پراخوي او له دهلې بند څخه به د څښاک د پاکو اوبو د نلونو د غځولو پر پروژه څېړنې کوي.

په دې پروژه کې د ۸ مترو په اندازه د د هلې بند د دېوالونو لوړول شامل دي چې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا به یې ورسره ډېره شي چې کروندګر او باغ لرونکي به د کرنې لپاره کافي اوبه ولري.

د دې تر څنګ په پیل شوې سروې کې پر دغه بند د ۱۰ مېګاواټه برېښنا د تولید او اوبو رسولو چارې هم شاملې دي.