کابل (پژواک، ۱۰ وری ۹۷) : په ترکیه کې دغیر قانوني کډوالو دیوه موټر د ترافیکي پیښې له امله افغان، ایراني او پاکستاني غیر قانوني کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې دا پيښه د پنجشنبې په ورځ دترکیې د (لادیر کارس) په لویه لاره کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې د غیر قانوني کډوالو یو موټر چې د ۱۴ کسانو ظرفیت یې درلود، خو پکې ۵۵ کسان ځای پر ځای کړی شوي وو.
ترکي پولیسو ویلي، چې دغه موټر بې کابو شوی او د سړک په غاړه د بریښنا له یوې پایې سره تر ټکر وروسته یې اور اخیستی دی.
د راپونو له مخې په دې پيښه کې ۱۷ تنه مړي او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي چې په قربانیانو کې افغان، ایراني او پاکستاني غیر قانوني کډوال شامل دي.