منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:29 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
دولت او سياست

بریتانیا له افغانستان سره د همکاریو دوام ته ژمنه ده

د حکومت اجرایي مشر په افغانستان کې د ځواکونو زیاتوپه تړاو د بریتانیا له پرېکړې څخه د هرکلي ترڅنګ وايي چې بریتانیا د افغانستان له مهمو او ستراتیژیکو متحدینو څخه دى.

· 2 دقیقې لوستل · 204 کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۰وږی ۹۷): د حکومت اجرایي مشر په افغانستان کې د ځواکونو زیاتوپه تړاو د بریتانیا له پرېکړې څخه د هرکلي ترڅنګ وايي چې بریتانیا د افغانستان له مهمو او ستراتیژیکو متحدینو څخه دى.

د حکومت اجرایي ریاست له لوري پژواک ته به رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د حکومت اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په سپیدار ماڼې کې د بریتانیا له دفاع وزیر ګوین ویلیامسون سره د لیدنې پرمهال له افغانستان سره د یاد هېواد د همکارۍ دوام غوښتنه کړې ده.

سرچینې کاږلي دي چې عبدالله بریتانیا د افغانستان مهم او ستراتیژیک متحد بللی او زیاته کړې یې ده چې دا هېواد کولی شي د افغانستان وسله والو ځواکونو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

نوموړي په دې لیدنه کې د ناټو او غوڅ ملاتړ په اډانه کې د یاد هېواد ځواکونو زیاتوالي په اړه د بریتانیا حکومت له پرېکړې مننه کړې ده.

دغه راز د بریتانیا دفاع وزیر ګولین ویلیامسون ویلي دي: ((راغلی یم څو له نږدې څخه د افغانستان وضعیت وارزوم، له افغان چارواکو سره په عمده مسایلو بحث وکړم.))

نوموړي د افغان ځواکونو پرمختګ او د وړتیاو لوړېدو په اړه خوښي وښوده، زیاته یې کړه چې هېواد یې چمتو دی څو افغان وسله والو ځواکونو سره د وړتیا لوړېدا په برخه کې مرسته وکړي.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د وروستي سیاسي او پوځي بدلونونو، سیمه ییزو اړیکو، له ترهګرو څخه د نه ملاتړ په تړاو پر پاکستان د فشار واردولو، د سولې مذاکراتو او د هېواد پر وضعیت د سترو نړیوالو سیاستونو پر اغېز هم خبرې وشوي.

خواجه نصیراحمد صدیقی