ژبه

افغانستان به  هر کال د هند ممبۍ ښار ته ٢ زره کيلو ګرامه زعفران صادروي

کابل (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٧): د افغانستان او هندوستان ترمنځ د يوه تړون له مخې به هر کال ٢٠٠۰ کيلوګرامه زعفران د هند ممبيي ښار ته صادرېږي.

د هند په ممبيي ښار کې د افغانستان سوداګرۍ اتشه عبدالنافع سروري د مرغومي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نوموړي په دې اړه د هند له اېم اى کې (MIK) شرکت سره يو تړون لاسليک کړى دى.

هغه زياته کړه چې د دغه د تړون د لاسليکولو په مراسمو کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزيره کامله صديقي او د دواړو هېوادونو نورو چارواکو هم شتون درلود.

سروري وايي چې د دغه هوکړه ليک له مخې به ياد هندی شرکت هر کال د دوه ميليونه امريکايي ډالرو په رازښت دوه زره کيلوګرامه زعفران له افغانستانه ممبيي ښار ته ورادوي.

د نوموړي په وينا، هندي شرکت به دغه زعفران د افغان زعفرانو په نوم د هند بازارونو ته عرضه کوي.

په ممبيي کې د افغانستان د سوداګريزۍ اتشې د معلوماتو له مخې، ياد شرکت مخکې له دې له ايران خخه زعفران واردول، خو په هند کې د افغانستان او هند په ګډ سوداګريز نندارتون کې يې د افغانستان زعفرانو ته لېوالتيا زياته شوه.

سروري وايي، په دې وروستيو کې د افغانستان کرنيز توکي او په ځانګړې توګه وچې مېوې په ممبيي ښار کې ښه بازار پيدا کړی دی.

د هغه په وينا، هندي سوداګر هر کال له ٨٠٠ تر ١٠٠٠ ټنو پورې وچه مېوه له افغانستانه ممبيي ته ورادوي.