ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان د زرمینځلو کارځای کې د لسګونو کارکوونکو بند پاتې کېدل واقعیت نه لري

د بدخشان د زرمینځلو کارځای کې د لسګونو کارکوونکو بند پاتې کېدل واقعیت نه لري

author avatar
14 Dec 2019 - 17:07
د بدخشان د زرمینځلو کارځای کې د لسګونو کارکوونکو بند پاتې کېدل واقعیت نه لري
author avatar
14 Dec 2019 - 17:07

فیض اباد (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۹۸): په بدخشان ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې د دغه ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د زر مینځلو د کار ځای د ښويېدو پېښې له امله د پنځو کسان وژل کېدو، پنځه نورو د ټپي او لسګونو نورو د بند پاتې کېدو خبر واقعیت نه لري.

د ارغستان ولسوال امام حیدر د لېندۍ په شلمه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې د زرمینځلو د کارځاي ښويېدنې له امله پنځه کسان ټپیان شوي او شاوخوا ۴۰ نور تر خاورو لاندې شوي دي.

د دې موضوع د څارنې په موخه پژواک خبري اژانس د دوو ورځو په لړ کې د دغه ولایت له مسوولانو سره په اړیکه کې و، تر اوسه له دې پېښې درې ورځې تېرېږي خو د بند پاتې کسانو په اړه پژواک هېڅ اطلاعات نه دي موندلي.

خو د بدخشان د والي ویاند محمد نظري نن سهار د لېندۍ په ۲۳مه پژواک خبری اژانس ته وویل چې په دې پېښه کې یوازې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي او د بدخشان د سیمه ییزې ادارې د معلوماتو له مخې، د زر مینځلو د کارکوونکو بند پاتې کېدل واقعیت نه لري.

نوموړي په دې پېښه د کارکوونکو بند پاتې کېدل اوازه وبلله.

په همدې حال کې د ارغستان ولسوال امام حیدر نیازي په دې اړه چې له رسنیو سره یې ناسم معلومات شریک کړي وویل: «ځکه چې د زرو مینځلو ساحه په خونیلر کلي کې د طالبانو تر ولکې لاندې ده او هغه راپورونه چې موږ د سیمې له خلکو لرل؛ له تاسو سره مو شریک کړل، هغه امار واقعیت نه لري، واقعیت دا دی چې په دې پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.»

د ولایتي شورا غړي محبوب الرحمن طلعت هم وویل: «زما د معلوماتو له مخې چې موږ د سیمې له خلکو واخیستل، په دې پېښه کې یوازې د ۵ کسانو مړه کېدل او ۵ نورو ټپي کېدل رښتیا دي او د کارکوونکو بند پاتې کېدل واقعیت نه لري.

د اغستان ولسوالۍ د فیض اباد ښار شمال شرق ته په ۷۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

دا په داسې حال کې ده چې سږ او تېر کال د زرمینځلو د کارځایونو د ښویېدو له امله ۶۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.