منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۳ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د کندهار په ميوند کې د نسبي امنيت په راتلو سره خلک اوس پرمختیايي کارونو غواړي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۵ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۹۸): د امنیتي ځواکونو د همغږۍ او خلکو د همکارۍ په پایله کې د کندهار د میوند ولسوالۍ امنیتي ساحه پراخه شوې او اوسېدونکي یې د پرمختیايي کارونو او خدماتو غوښتنه کوي.

دغه څرګندونې د میوند ولسوال حاجي عبیدالله له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې.

هغه وویل، په میوند ولسوالۍ کې تر بل هر وخت د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي ډېره شوې او همدا د دې لامل شوې چې د خلکو همکاري او ملاتړ جلب کړي.

ميوند ولسوالي چې د کندهار- هرات پر لویه لار د شاوخوا ۷۰ کیلومتره په واټن هلمند ولایت ته څېرمه پرته ده، یو مهال له ناامنو ولسوالیو ګڼل کېده چې د چارواکو په خبره، اوس په کې د پخوا په پرتله امنیت ټینګ شوی دی.

ولسوال زیاتوي، په میوند کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو او خلکو د همکارۍ په پایله کې وسله وال ځپل شوي او امنیتي ساحه پراخه شوې ده.

د ده په خبره، د دې ولسوالۍ خلک نه غواړي په سیمو کې یې د وسله والو فعالیتونه او جګړه وي.

ولسوال زياته کړه: ((له يوه پلوه د ميوند اوسېدونکي له جګړو ستړي دي او له بله پلوه وچکالۍ سخت ځپلي دي، په همدې بنسټ له حکومت څخه د پرمختیايي کارونو او خدماتو په تمه دي.))

د ده په خبره، په میوند ولسوالۍ کې وچکالي هومره ډېره وه چې ان خلکو د څښاک اوبه هم په اسانۍ نه شوای موندلای.

خو حاجي عبيدالله خبر ورکړ چې د دې ستونزې د حل په موخه په دې ولسوالۍ کې د څښاک د اوبو څلور لویې شبکې جوړې شوې خو لا هم ډېر کار ته اړتیا ده.

ولسوال د اوبو د ستونزې د حل او کرنې د ودې په موخه له مرکزي ادارې د ځینو طرحو د عملي کولو غوښتنه وکړه.

ده وويل: ((د سردارمحمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال په پلان کې وه چې له کجکي بنده د اوبو يوه لويه وياله تر ميوند، غورک او ځينو نورو ولسواليو وغځول شي، څو له دې لارې د کروندو او باغونو د اوبولو اسانتيا برابره شي، خو دغه پلان تر اوسه عملي شوى نه دى.))

دى وايي، دا مهال د ميوند ولسوالۍ د اوسېدونکو تر ټولو عمده ستونزه همدا ده، دولت ته په کار ده چې د اوبه خور همدا پخوانۍ طرحه پلې کړې چې دوه ځله يې سروې هم شوې ده.

د ده په خبره، د همدې ستونزې له امله د دې ولسوالۍ اوسېدونکي اړ شوي پر خپلو ځمکو کوکنار وکري؛ ځکه له ځمکې د اوبو په را ایستلو ډېر لګښت راځي او نور کښتونه کروندګرو ته ګټه نه کوي.

د ده په خبره، له ښه مرغه په دې وروستیو کې دې چارې ته د حکومت پام ور اوښتی او په دې ولسوالیو کې یې د باران اوبو د مهارولو او کارېزونو د بېرته فعالولو په موخه د چیک ډیمونو او وړو بندونو د جوړولو کارونه پیل شوي دي.

خو دی وايي، خلک یې د پراختیا او چټکتیا غوښتنه کوي.

د میوند ولسوالۍ د پوهنې او روغتیا خدماتو د وضعیت په اړه وویل، په دې ولسوالۍ کې ټول ۱۷ بابه ښوونځي پرانیستي دي چې له ۸ زره ډېر زده کوونکي په کې رده کړې کوي.

خو نوموړی په دغو دوو ډېرو مهمو خدماتي ادارو کې د تشکیل او اسانتیاوو کمښت جدي ستونزه ګڼي او د پوره کولو غوښتنه یې کوي.

ولسوال وايي، له ښه مرغه په دې ولسوالۍ کې د ولسي تړون د اقرا برنامې په چوکاټ کې د ۱۲ بابه ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو چارې روانې دي چې د خلکو لپاره د پوهنې په برخه کې لوی پرمختګ دی.

دغه راز ده یادونه وکړه چې په دې ولسوالۍ کې شته روغتیايي مرکزونه فعال دي خو د تجهیزاتو او وسایلو کمی په کې محسوسېږي.

نوموړی نه یوازې د روغتیايي مرکزونو د ډېرېدو غوښتنه کوي، بلکې د هغو لپاره د تشکیل او وسایلو د ډېرېدو غوښتنه هم کوي.

ميوند ولسوالي له کندهار ښار څخه ٧٠ کيلومتره لرې د کندهار- هرات پر لويه لاره پرته ده چې د دې ولايت له مهمو او لويو ولسواليو ګڼل کېږي او نږدې ۲۸۰ زره تنه نفوس لري.

د دې وچکالۍ ځپلې ولسوالۍ اوسېدونکي په کرنه او مالداري بوخت دي چې د نورو ترڅنګ په کې غنم، جواري او پنبه ډېر کرل کېږي.