منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۴ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

پروان کې د سېلاب پېښې د مړو شمېر ۷۱ او د ټپیانو سلو ته ورسېد

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

دویم تعقیب- چاریکار (پژواک، ۵ وږی ۹۹): پروان کې سېلابونو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي او تر اوسه پورې له دې پېښې ۷۱ مړي او سل ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.

د پروان له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس نثاراحمد حبیبي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سېلابونه تېره شپه شاوخوا درې بجې د پروان په مرکز چاریکار او د بګرام، جبل السراج او سالنګ ولسوالیو کې راوتلي دي.

د پروان د ملکي روغتون رییس عبدالقاسم سنګین وايي چې تر اوسه (له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې) ۷۱ مړي او سل ټپیان دغه روغتون ور وړل شوي دي.

د پروان دوالي ویانده وحیده شهکار هم په ډې پېښه کې د ۷۱ کسانو مړه کېدو او سلو ټپي کېدو خبر تاییدوي او وايي چې حکومت د هرې زیانمنې کورنۍ لپاره پنځوس زره افغانۍ په پام کې نیولې او سېلاب ځپلو ته بېړنۍ مرستې هم د خصوصي بنسټونو له خوا چمتو شوې دي.

خو د پروان د مدني ټولنې رییس محمد شفیع مشفق وايي چې د دې پېښې تلفات ښايي تر سلو واوړي؛ ځکه اوس هم لسګونه کسان تر خاورو لاندې نادرکه دي.

د چاریکارو ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکی مسټري عزیز چې په سېلاب کې یې کور ړنګ شوی دی، وايي: ((د شپې درې بجې وې چې ناڅاپه سېل راغی، زه، مېرمنه او زوی مې د بام له لارې یوه بل کور ته ور واوښتو، خو یوه لور مې چې معیوبه ده او ومو نه شو کولای ویې ژغورو، ورکه ده.))

دغه راز د بګرام د خلازیي سیمې یوه اوسېدونکي چې په دې طبیعي پېښه کې ټپي شوی، په ولایتي روغتون کې پژواک اژانس ته وویل چې د کور اووه غړي یې نادرکه دي.

هغه په داسې حال کې چې ژړل یې، وویل: ((سېلاب چې راغلی له وېرې بام ته وختلو، خو زموږ کور یې را چپه کړ، زه ټپي شوم او خلکو روغتون ته راوستم، نه پوهېږم چې د کور اووه نور غړي به مې ژوندي وي او که به مړه شوي وي.))

د دې پېښې نور جزئیات وروسته خپرېږي.