ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

احمد ولي هوتک: د خپلې ګټلې سيالۍ د امتياز يوه برخه به پر بې وزلو هېوادوالو ووېشم

22 Nov 2020 - 13:25
22 Nov 2020 - 13:25

کابل (پژواک، ۲ لېندۍ ۹۹): د ازادو سياليو لوبغاړی احمد ولي هوتک وايي چې که يې راتلونکې سيالي وګټله، نو د ترلاسه کړي امتياز يوه برخه به پر بې وزلو هېوادوالو ووېشي.

محمد ولي هوتک نن (د ليندۍ په ٢مه ) په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د راتلونکي کال د فبرورۍ په ۱۱مه له خپل بهرني سيال سره په کور دننه (افغانستان) کې سيالي ترسره کوي.

هوتک وايي، تر دې دمه يې ۲۲ سيالۍ تر سره کړې دي چې ټولې په بهرنيو هېوادونو کې وې، خو اوس غواړي چې د خپلو هېوادوالو لپاره په هېواد کې دننه له بهرني سيال سره سيالي ترسره کړي.

دی زیاتوي، چې افغانستان ته دده د بهرنيو سيالانو راتګ يوه ښه پرېکړه ده څو هغوى ته وښودل شي چې افغانستان د سولې کور دی.

ده وويل، د سيالۍ له ګټلو وروسته هغه امتياز چې ده ته ورکول کيږي، يوه برخه به يې د هېواد پر غريبو او ناچارو خلکو ووېشي.

دی زياتوي، چې تراوسه يې بهرنى سيال معلوم نه دی، خو د انګلستان، برازیل، فرانسې، پولينډ او جرمني هېوادونو له لوبغاړو سره يې خبرې کړي چې په دې اړه به وروسته معلومات وشي.

ده وويل، له داسې يو چا سره به د سيالۍ ميدان ته ولاړ شي چې په ياده لوبه کې مطرح او ريکارډونه ولري.

هغه همداراز زياته کړه چې پخوانيو ټپونو ورته هيڅ ډول ستونزه نه ده جوړه کړې او په ښه ډول د لوبې ميدان ته تلای شي.

دی زياتوي، له يادې سيالۍ وروسته به بله سيالي په دوبۍ کې له دې امله تر سره کړي چې هلته هم د افغانستان خلک ډېر دي او هم يې وخت له افغانستان سره ډېر توپير نه لري.

د يادونې ده چې د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ١٥مه احمد ولي هوتک د شپې مهال په يوه وسله والو بريد کې سخت ټپي شوی و چې له هغه وروسته يې تراوسه پورې کومه سيالي نه ده ترسره کړې.

Hits: 95

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.