ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان په اړه د جینوا دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه

د افغانستان په اړه د جینوا دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه

author avatar
23 Nov 2020 - 10:53
د افغانستان په اړه د جینوا دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه
author avatar
23 Nov 2020 - 10:53

کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۹۹): له افغانستان سره د نړیوالو مرستو او همکارۍ په تړاو د جینوا نړیواله دوه ورځنۍ غونډه پيل شوه چې په کې د شاوخوا سلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو ګډون کړى.

د مالیې وزارت وياند شمروز خان مسجدي چې په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره جینوا ته تللى، د لېندۍ په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه کنفرانس کې د نړۍ شاوخوا اویا هېوادونو او نړیوالو مرستندویو سازمانونو وزیران او استازي د کرونا د خپرې شوې وبا له امله تر ډېره په انلاین بڼه ګډون کړى دی.

هغه زياته کړه، نن به په دغه کنفرانس کې د سولې، له فساد سره د مبارزې او د افغانستان اقتصادي وضعیت لپاره د نړیوالو مرستو د موثریت پر مسایلو خبرې وشي او سبا (سې شنبې) به په دغه کنفرانس کې د ولسمشر اشرف غني او د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش خبرې وکړي.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان د مالیې د وزیر عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د افغان دولت پلاوی جینوا ته رسېدلی او افغان دولت تمه لري چې په دې غونډه کې به نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ له مخې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره خپلې مالي او سیاسي ژمنتیاوې تازه کړي او دوام به ورکړي.

د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر هم دا مهال په جینوا کې او د فنلينډ د بهرنيو چارو له وزير او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره په ګډه د دغه کنفرانس کوربه توب کوي.

د مالیې وزارت مرستیال عبدالحبيب ځدراڼ له جينوا څخه په یوه خپره شوې ویډیو کې ویلي، په تېرو کلونو کې له مرستندویو هېوادونو سره ژمنه دا وه چې د بودجې ۵۰ سلنه به د ملي بودجې له لارې مصرفېږي.

خو هغه زياته کړه چې د جینوا په ننني کنفرانس کې یې وړاندیز دا  دى چې د مرستو ۶۰- ۷۰ سلنه د ملي بودجې له لارې مصرف شي او کولی شي چې په دې اړه د لګول شوې بودجې په اړه ځواب ورکړي.

د ځدراڼ په وينا، که چېرې له مرسته شوو پيسو څخه زیاته برخه د ملي بودجې له لارې مصرف شي نو اغېزمنتيا او شفافیت به یې زیات و اوسي.

ځداراڼ همدارنګه وویل چې د جینوا په کنفرانس کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او د افغانانو د لاسته راوړنو ساتلو لپاره به هم ټینګار وشي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي چې افغان حکومت به په دې غونډه کې د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ پروګرام وړاندې کړي چې د ده په وینا، هدف یې په افغانستان کې ثبات، پرمختګ او پر ځان بسیاینه ده.

صدیقي ویلي چې د دغه پروګرام په رڼا کې به افغانستان د تل پاتې سولې، غذايي خوندیتوب، له بېوزلۍ سره د مبارزې، پر عایداتي سرچینو پانګونې او له کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره خپل څلور کلن پلان وړاندې کړي.

هغه زياته کړې: «افغانستان تمه لري چې نړیواله ټولنه زموږ د اهدافو او برنامو د تحقق لپاره د افغانستان دولت او ملت سره همکاري وکړي.»

د یادونې ده، له دې مخکې په ۲۰۱۶ کال کې نړیوالو د بروکسل په کنفرانس کې له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ کال پورې د ۱۵،۲ ميلیارد ډالرو مرستې ژمنې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر تېره اوونۍ له اداري فساد سره د نوي کمېسیون د جوړېدو اعلان وکړ او ویې ویل چې له دغه اقدام سره به له فساد سره د مبارزې ستراتیژي پیاوړې شي.

د افغانستان د بیارغونې د څار ځانګړې ادارې (سیګار) د سیستماتیک فساد پر ضد د افغان حکومت چارې کمزورې بللې، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه کمېسیون رامنځته کولو هرکلی کړی دی.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.