ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صالح ته د نور ځواب: ما هېڅ غلام له ځان سره سیال نه دی ګڼلی او نه یې ګڼم

صالح ته د نور ځواب: ما هېڅ غلام له ځان سره سیال نه دی ګڼلی او نه یې ګڼم

author avatar
24 Nov 2020 - 09:30
صالح ته د نور ځواب: ما هېڅ غلام له ځان سره سیال نه دی ګڼلی او نه یې ګڼم
author avatar
24 Nov 2020 - 09:30

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ٩٩): د ولسمشر د لومړی مرستیال امرالله صالح او د جمعیت اسلامی اجرائیه رئیس او د بلخ د پخوانی والی عطاء محمد نور ترمنځ فېسبوکی غبرګونونو او شخړو زور اخیستی دی.

دغه شخړې له هغې وروسته پیل شوې چې عطاءمحمد نور څو ورځې وړاندې په یوه ځانګړې ټلوېزیونی مرکه کې د امرالله صالح پر کړنو نیوکه وکړه او هغه یې د دولتی ادارو په چارو کې په لاسوهنو، بډې اخیستو او دسیسه جوړولو تورن کړ.

د ولسمشر مرستیال امرالله صالح نن پر خپله فېسبوک پاڼه  د شپږنیمې جلسې په راپور کې نه یوازې د عطامحمد نور نیوکو او تورونو ته ځواب ورکړی، بلکې پر هغه یې یو شمېر تورونه هم لګولی دی.

هغه ویلی چې د حیرتان بندر په اړه د معلوماتو یوه غټه دوسیه لرو چې ښیی کومې کړۍ هره میاشت د ملت څومره امکانات حیف او میل کوی. هرکله مو چې غوښتل هغه لویه دوسیه به هم ستاسو په واک کې درکړل شی څو تاسو ته معلومه شی چې پوهېږو.

صالح ویلی چې له حیرتان بندره د موریانه صفته مامورینو پاکول چې له کلونو راهیسې یې د هېواد مالی نظام کمزوری او ویجاړ کړی، هم په کار کې شامل دی.

نوموړی ویلی: «په همدې مهال زما لپاره معما ده چې مجاهدین کرام ولې باید د باج اخیستو او غصب د کنټرول مخه ونیسی، دا څه معنا؟ که د خلکو ځوروونکو ملاتړو مجاهدینو نوملړ لرئ، ماته یې واستوئ چې ویې څېړو، ستونزه یې څه ده.

خو عطا محمد نور نن امرالله صالح ته خپله فېسبوک پاڼه ځواب ورکړی دی.

نوموړی صالح ته لیکلی: ((زه له لومړنیو هغو کسانو یم چې د مرکزی حکومت پایه مې له بلخه تقویه کړه او د عایداتو د مرکزی کولو لپاره د امنیت شورا د ۱۳ فقره یی مشهورې طرحې په وسیله چې په ۱۳۸۲ کال کې تصویب شوه، له طالبانو وروسته په حکومت کې د عوایدو د مرکزی کولو بنسټ له بلخ څخه زما په ملاتړ پیل شو.))

نوموړی ویلی چې بلخ په تېرو دوو لسیزو کې د امنیت، ارامۍ، پرمختګ او قانون مدارۍ یوه الګو شمېرل کېږی چې دا د سیمه ییز حکومت او خلکو د حقیقی هڅو حاصل دی، نه د فېسبوکی خیالی ناستو.))

د بلخ پخوانی والی ویلی چې حیرتان د هېواد یو مهم بندر او د مرکزی سیستم تابع دی. کله چې دی د وخت د ولسمشر حامد کرزی له خوا د بلخ د والی په توګه وټاکل شو، پرېکړه یې وکړه چې د عایداتی ادارو د مسوولینو په ټاکنه کې هېڅ ډول نظر نه لری چې د کار تر پایه داسې وشول.

نور زیاته کړې: ((نو هر ډول دوسیه چې «د دوسیې جوړول» ستاسو د کار او ماموریت یوه برخه ده، د حیرتان بندر په اړه هم ستاسو د طنزی اصطلاح «زما پر اطلاعاتو شک ونه کړئ» مصداق ده.))

نوموړی د ګواښ په ډول ویلی، په یاد ولرئ چې د بلخ خلک به دسیسه جوړوونکی داسې قوی څپېړه ووهی چې خوب به یې ګډوډ شی. حیرتان چې پر فساد محکوم نه دی، خو فساد ستا چارچاپېره وروست شوی، بویوې یې او خوند اخلې.

نور امرالله صالح ته ویلی: ((د ملی امنیت ریاست د تصدۍ پر مهال د ملی امنیت د اوپراتیفی پیسو غلا مو که هېره کړې وی، زه به یې یاده کړم چې څومره وه او چېرته پرې پانګونه شوې؟ د کرونا ویروس پر مهال د بېوزلو او مظلومو خلکو له وچې ډوډۍ تاسو ته د منسوبو کسانو له خوا غلا د خلکو په فکر کې حک شوې ده. له دې علاوه د ملی دسترخوان په نوم ستاسو او ستاسو د همکارانو له خوا د میلیونونو ډالرو حیف او میل څرګند او تاریخی شرم دی.))

هغه امرالله صالح ته ویلی، کله چې دې د ولسمشرۍ ریاست د مرستیالۍ له مقامه د کابل امنیې قوماندانۍ کچې ته تنزیل کړی او د هغه ترڅنګ د هېواد د ولسمشر د سهار د وینې فشار  لیکلو مسوولیت پر غاړه اخیستی، ستاسو د «شش ونیم صبح» په نوم د توطیې د مرکز د ناستو حاصل د جنایی جرمونو له زیاتېدو، د خلکو، سیاسی ګوندونو او حکومت ترمنځ د واټن له زیاتېدو او ان کابل ښار ته له راکټونو د بار موټر له داخلېدو او د مجرمانو د انځورونو ترڅنګ د بېګناه خلکو د انځورونو له نشرېدو پرته نور څه دی؟

نوموړی د پارلمان د غړو پر ضد د امرالله صالح پر څرګندونو نیوکه کړې او ویلی یې دی، پارلمان د افغانستان د خلکو د ارادې مظهر دی، په بې باکه ډول دغه ملی بنسټ او د خلکو د ارادې مظهر ته سپکاوی شوی او د خلکو استازی فاسد بلل شوی دی.

عطاءمحمد نور ویلی: ((سیاسی مشرانو ته سپکاوی، د هېواد مشرانو ته سپکاوی او د قومی مخورو څېرو پر وړاندې دسیسه چې ستاسو د اخلاقی چلند یوه برخه ده، له حکومت سره د واټن له زیاتېدو او نفرت پرته څه حاصل لری چې دغه ډول عمل ته مو هره ورځ په خپل کار کې ځای ورکړی دی؟))

هغه ویلی چې تاسو له سیاسی ګوندونو سره  شخړې پیل کړې چې زرغون بهیر نه شی کولای د یوې ولسوالۍ د هوا په اندازه خلک ولری. تاسو  د نورو د شخصیت د تررور او له حکومت سره د هېواد د سیاسی کسانو د ټکر په هدف د امنیتی تړون په نوم د توطیې او دسیسې سند پلان کړی و چې د افتراق له رامنځته کولو بله هېڅ نتیجه نه لری.

نور ویلی: «ما د بلخ ولایت امنیتی تړون یاد نه کړ، د ګاونډیو ولایتونو امنیتی میثاق زما هدف و چې د جنایتکارانو په لېست کې مو د هغو ټولو قوماندانانو نومونه ذکر کړی چې دا مهال هم د جګړې په لومړۍ کرښه کې له طالبانو سره په جګړه بوخت دی. دا لویه دښمنی او زبونی ده، له مجرمه مې نه ملاتړ کړی او نه به یې وکړم. امنیتی تړون کابل ته څه پیغام درلود چې دغه ناکامه تجربه ولایتونو ته ولېږدول شی. هماغه مشهوره خبره د دغه کار مصداق دی.»

د بلخ پخوانی والی ویلی: «غواړم په ټوکه خو جدی یې وایم؛ ما هېڅ غلام له ځان سره سیال نه دی ګڼلی او نه یې ګڼم. غلط نه کړئ. زما خبرو ته پام وکړئ، ما تاسو ته د ارګ د دویم کس خطاب وکړ، نه د هېواد د دویم کس.»

هغه په پای کې زیاته کړې چې باد له ځان سره خس او خاورې راوړی؛ لکه څرنګه یې چې تاسو راوړی یاست. ګنی نه مو په نړۍ کې برخه لرله او نه موقف، نه هم مطرح او د پوهې خاوند وې.  یوازې څو ورځې په دوشنبې کې د افغانستان د سفارت په نظامی برخه کې د کمپیوټرونو مسوول وې او فرانسې ته د مارشال محمد قسیم فهیم او زما د سفر په لړ کې دې د ژباړونکی دنده درلوده.

Visits: 94

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.