ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپايي اتحاديه:  د “اسلامي امارت” بيا رامنځته کول زموږ پر مرستو او ملاتړ اغېز کوي

اروپايي اتحاديه:  د “اسلامي امارت” بيا رامنځته کول زموږ پر مرستو او ملاتړ اغېز کوي

author avatar
24 Nov 2020 - 16:59
اروپايي اتحاديه:  د “اسلامي امارت” بيا رامنځته کول زموږ پر مرستو او ملاتړ اغېز کوي
author avatar
24 Nov 2020 - 16:59

کابل (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٩) : اروپایي اتحادیه وایي چې په افغانستان کې د “اسلامي امارت ” د بيا رامنځته کولو هر ډول هڅې به د دې اتحادیې په سیاسي او مالي ملاتړ اغیز وکړي.

دغه څرګندونې د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل نن د ليندۍ په ٤مه، په جنيوا کې له   افغانستان سره د مرستو په نړيوال کنفرانس کې وکړې.

په دې دوه ورځنۍ کنفرانس کې چې پرون پيل شوى، د ٧٠ هېوادونو او ٣٠ نړيوالو سازمانونو استازو د ويډيو کنفرانس له لارې ګډون کړى دى.

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل دغه کنفرانس ته وويل، چې په افغانستان کې باید هر څومره ژر چې کیږي باید اوربند وشي.

نوموړي زياته کړه : ” اوربند باید د سولې د پروسې نتیجه نه وي، بلکه باید سرله نن څخه د پروسې برخه وي. د “اسلامي امارت ”  د بيا رامنځته کولو لپاره هر ډول هڅه به زموږ په سیاسي او مالي ملاتړ اغېز وکړي “.

جوسیپ بوریل د افغانستان د سولې د پروسې په اړه وويل : “د مشروعیت د ګټلو لپاره باید پروسه ټول شموله وي، د مېرمنو، ځوانانو، اقلیتونو، او هغوى چې قرباني یې ورکړې، باید غږونه یې واورېدل شي او د هغوى حقه غوښتنې باید مطرح شي. ”

د اروپایي اتحادیې دغه جګپوړي چارواکي دا ونه ویل چې په افغانستان کې د “اسلامي امارت ” د بیا اعاده کولو په صورت کې به له افغانستان سره د دغې اتحادیې په سیاسي او مالي ملاتړ څه ډول اغېز وشي.

ولسمشر اشرف غني هم نن دغه کنفرانس ته وويل، چې له طالبانو سره هر ډول سوله او پرېکړه بايد مشروطه وي.

دا خبرې په داسې وخت کې مطرح کیږي چې ویل کیږي د قطر په پلازمېنه دوحې کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی او تر ډېره حده په هغو موضوعاتو موافقه شوې چې د سولې خبرې یې له ځنډ سره مخ کړې وې.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.