ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: که د فساد مخه ونه نيول شي، نړيوالې مرستې به د تېر په څېر تالان شي

خلک: که د فساد مخه ونه نيول شي، نړيوالې مرستې به د تېر په څېر تالان شي

author avatar
25 Nov 2020 - 14:24
خلک: که د فساد مخه ونه نيول شي، نړيوالې مرستې به د تېر په څېر تالان شي
author avatar
25 Nov 2020 - 14:24

ګردېز (پژواک، ۵ لېندۍ ۹۹): خلک د افغانستان په اړه د جنيوا نړيوال کنفرانس او له دغه هېواد سره د نړيوالې ټولنې د اوږدمهالې ملګرتيا پر دوام خوښ دي، خو ټينګار کوي چې مرسته شوي پيسې بايد پر ځاى ولګول شي.

دوى دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې پرون او وړمه ورځ له افغانستان سره د مرستو او همکاريو په موخه د جنیوا نړيوال کنفرانس جوړ شو.

په دغه کنفرانس کې نړيوالو ادارو او هېوادونو له افغانستان سره د څلورو کلونو لپاره په مشروط ډول د ١٣ ميليارده ډالرو مرستې ژمنې وکړې.

د پکتيا اوسېدونکي د نړيوالو مرستو په اړه تېرو تجربو او په هېواد کې روان پراخ مالي فساد ته په کتو اندېښمن دي او وايي چې يادې پيسې بايد د مطلوبو ګټو لرونکو اقتصادي پروژو کې په سم ډول ولګېږي.

ليکوال او شنونکی اميد دلاور وايي، له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې او بېلابېلو بنسټونو پر ګڼو مرستو سربېره لا هم د دغه هېواد له نيمايي زيات خلک په بېوزلۍ کې ژوند کوي چې په خبره يې لوی لامل يې په دولتي سيستم کې پراخ فساد دی.

دلاور وويل: ((که د فساد مخه ونه نيول شي، دا مرستې به هم چندان ګټورې نه وي، فقط په شمار د ځينو کسانو له خوا به ورته مختلفې بهانې جوړې شي او خپل کاروبارونه به پرې جوړ کړي.))

مدني فعال سيدالله خاورين نيوکه کوي چې دولت بايد د فساد پر وړاندې مبارزه  ګړندۍ کړي.

خاورين وايي: ((ډېر لوړپوړي دولتي چارواکي په فساد کې لاس لري، د فساد مخه بايد جدي ونيول شي څو د خلکو او دولت ترمنځ واټن کم شي.))

د پکتيا پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد نجيب الله توتاخېل وايي چې شته فرصتونو  بايد ګټه واخيستل شي او د افغانستان عايداتي ادارې دې اصلاح شي څو په راتلونکي کې افغانستان نورو مرستو ته اړ نه شي.

توتاخېل وويل: ((که يوازې زموږ ګمرکات ټول هم نه، اتيا فيصده سم راټول شي او منابع کنټرول شي، موږ به د خپلو زېربناوو او پايدارو اقتصادي پروژو پيلولو او تحکيم جوګه يو او په تدريجي ډول به اقتصادي بساينې ته ورسيږو.))

دغه راز د پکتيا ولايتي شورا مشر عبدالمالک ځاځی وايي: ((په مرکز کې ځينې ادارې له تشکيلاتي پلوه بې ځايه پړسېدلې دي، ځينې کسان له ډېرو فسادونو پړسېدلي او پروسې او پروژې په خپله نفع څرخوي. دا سمه ده چې د جنيوا کنفرانس مديريت بريالی و، خو تر هغه اوس مهمه دا ده چې د نړيوالو شوی باور څنګه وساتل شي.))

دا په داسې حال کې ده چې حکومتي چارواکو له دې مخکې په کراتو ويلي چې له اداري فساد سره مبارزه د دوى په کاري لومړيتوبونو کې ده.

د يادونې ده، څو ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني له فساد سره د مبارزې لپاره يو عالي کمېسيون هم جوړ کړ او غړو يې د لوړې مراسم هم ترسره کړل.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.