ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د سرو زور بیه ٧،٨ سلنه لوېدلې ده

په کابل ښار کې د سرو زور بیه ٧،٨ سلنه لوېدلې ده

author avatar
28 Nov 2020 - 17:50
په کابل ښار کې د سرو زور بیه ٧،٨ سلنه لوېدلې ده
author avatar
28 Nov 2020 - 17:50

کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ٩٩): د تېرې شبنې په پرتله نن په کابل ښار کې د غوړو بیه لوړه شوې؛ خو د سرو زرو بیه رالوېدلې ده.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه عمده پلورونکي حامد صوفي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو بیه له ١٤٠٠ څخه ۱۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په وینا، په نړیوالو بازارونو کې د غوړيو بیې له لوړوالي سره په کابل ښار کې هم د هغو بیه لوړه شوې ده.

خو نوموړي زیاته کړه چې نن هم لکه تېره شنبې د ۴۹ کیلوګرامه عمده قزاقي اوړه په ١٧٥٠ افغانۍ، ۵۰ کیلوګرامه هندۍ بوره په ٢٣٠٠ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ٢٣٠٠، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۰۰ افغانی او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ٣٠۰ افغانیو پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په منډوي بازار کې یوه پرچون پلورونکي محمد امېد حسین پژواک ته وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ١٨٠٠ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په٢٣٥٠ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ٢٤٠٠ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ١٦٠٠ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۲۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ٣٥٠ افغانیو پلورل کېږي.

د سرو زرو بیه راټیټه شوې ده.

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیار روسي سرو زرو بیه له ٣٢٥٠ څخه ۲۸۰۰افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥ عیار عربي  سرو زرو بیه له  ۳۷٥۰ افغانیو۳۶۵۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د هغه په وینا، په کابل ښار کې د سرو زور بیو بدلون په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیې له بدلون سره تړاو لري.

د سون توکو بیې پر خپل ځای پاتې دي.

عبدالحکیم چې د کابل ښار په شهید څلورلارې سیمه کې د لرګیو پلورنځی لري، وویل چې نن هم لکه تېره شنبې په څېر یو ټن د ډبرو سکاره په ٧٠٠٠ افغانۍ، یو خرار سره ارچه په ٨٠٠٠ افغانۍ او یو خروار بې پوسته بلوط لرګي په  ۹۰۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د تېلو بیو هم بدلون نه دی موندلی.

د کابل ښار د تایمني څلورلارې د هاشمي د تېلو ټانک یوه کارکوونکي د معلوماتو له مخې، نن هم لکه د تېرې اوونۍ په څېر یو لېتر ډېزل په ۳۸ او یو لېتر پټرول په ۳۵ افغانۍ پلورل کېږي.

د ګاز بیې هم بدلون نه دی کړی.

د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې نن هم لکه د تېرې شنبې په څېر د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه ۶۰ افغانۍ ده.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ٧٧،١٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې ٤٧٥ افغانۍ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د لېندۍ پره لومړۍ نېټه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۶،۹۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٤٧٣ افغانۍ بدلېدې.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.