جلال اباد (پژواک ۸ لېندۍ ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د چپرهار ولسوالۍ د منطقوي ټولي قوماندان د خپلې کورنۍ له درېيو نورو غړو سره په يوه وسله وال بريد کې وژل شوی دی.
چارواکي وايي، په پېښه کې د نوموړي د کورنۍ يو بل غړی ټپي شوی هم دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لېندۍ په ۸مه پژواک اژانس ته وويل، نن سهار ۷ بجې د سره رود ولسوالۍ اړوند په ګنده چشمه سيمه کې د چپرهار ولسوالۍ د منطقوي ټولي پر قوماندان ضياالرحمن عبدالرحيمزي باندې وسله وال بريد شوی دی.
دی وايي، په دغه بريد کې د یاد قوماندان او د کورنۍ درې نور غړي يې وژل شوي او يو بل کس ټپي شوى دی.
د سيمې يو اوسېدونکی غفران الله وايي، بريدګر پر دغو کسانو له ډزو وروسته تښتېدلي، مړه او ټپيان د سيمې خلکو روغتون ته انتقال کړل.
هغه زياته کړه، په وژل شوو کې د منطقوي ټولي د قوماندان يو ورور او دوه خوريونه شامل دي.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن