ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرونا ناروغانو د پاملرنې لپاره ١٨٨ ګرځنده روغتیایي ټیمونه جوړ شوي

د کرونا ناروغانو د پاملرنې لپاره ١٨٨ ګرځنده روغتیایي ټیمونه جوړ شوي

author avatar
29 Nov 2020 - 11:19
د کرونا ناروغانو د پاملرنې لپاره ١٨٨ ګرځنده روغتیایي ټیمونه جوړ شوي
author avatar
29 Nov 2020 - 11:19

کابل (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٩): د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کرونا ویروس ناروغانو د درملنې لپاره يې ١١٨ ګرځنده روغتیایي ټیمونه جوړ کړي دي.

ددغه وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ګرځنډه روغتيايي ټيمونه يې په اووه ولایتونو کې جوړ کړي دي.

سرچينې زياته کړې، دا ټيمونه په کابل، بلخ، هرات، کندهار، ننګرهار، بامیان او دایکنډي ولایتونو کې رامنځته شوي، چې هر ټیم یې درې غړي لري.

د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، د ګرځنده روغتیایي ټیمونو رامنځته کول د کرونا ناروغۍ ناروغانو د درملنې او پاملرنې برخه کې یو مهم ګام وباله .

هغه زياته کړې، دغه ټیمونه په ګرځنده ډول فعالیت لري او په کرونا ویروس اخته کسان په کورونو کې تر پاملرنې لاندې نیسي، دغه ټیمونه د هغو ناروغانو مراقبت کوي چې د کرونا ویروس خفیف/متوسط علایم او نښې ولري.

عثماني وايي، د کرونا ویروس ناروغانو د کور پاملرنې ټیمونه د دې ترڅنګ چې د کوویډ -۱۹ ناروغانو پاملرنه کوي، د هېواد په روغتونونو کې د کار او فشار کمولو برخه کې ارزښتناک رول لوبوي.

نوموړي يو ځل بيا د ماسک اچولو او روغتیایي سپارښتونو پر اهمیت ټینګار وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې د کرونا ویروس کنټرول برخه کې له عامې روغتیا وزارت سره همکاري او روغتیایي سپارښتنې دې په جدي ډول عملي کړي.

د عامې روغتیا نوماند وزیر، د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي لپاره د بندیزونو/محدودیتونو لګولو ته اشاره کړې او ويلي يې دي چې افغانستان به بیاځلې سل سلنه قرنطین نه شي، مګر د ګڼې ګوڼې ځایونو کې به ځینې بندېزونه وضع شي.

په ورته وخت کې د کابل والي محمد یعقوب حیدري د کرونا ناروغانو لپاره د کور پاملرنې ټیمونو رامنځته کول  د عامې روغتیا وزارت یو ښه نوښت وباله.

هغه زیاته کړه چې د کرونا ویروس کمېټه به د کرونا ناروغانو ته د درملو په برابرولو کې له ګرځنده روغتیایي ټیمونو سره همکاري وکړي.

د عامې روغتيا وزارت له خوا په داسې حال کې  ګرځنده ټيمونه جوړ شوي، چې په هېواد کې د کرونا دويمه څپه پيل شوې او له تېرو څو ورځو راهيسې د کرونا د ناروغانو او ترې د مړو شويو کسانو شمېره په لوړېدو دى.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.