ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: ايران له افغانانو د فاطميون او له پاکستانيانو د زينبيون وسله والې ډلې جوړې کړې دي

امريکا: ايران له افغانانو د فاطميون او له پاکستانيانو د زينبيون وسله والې ډلې جوړې کړې دي

author avatar
30 Nov 2020 - 15:45
امريکا: ايران له افغانانو د فاطميون او له پاکستانيانو د زينبيون وسله والې ډلې جوړې کړې دي
author avatar
30 Nov 2020 - 15:45

کابل (پژواک، ١٠ ليندۍ ٩) : د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې د ایران سپاه پاسدران په بهر کې د دغه هېواد د نفوذ زیاتولو لپاره بهرني وسله وال ګوماري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي: “د ايران سپاه د افغان شیعه ګانو فاطمیون فرقه او د پاکستاني شیعه ګانو زینبیون لوا په سیمه کې او بيا په تېره سوریه کې له جګړې سره د مبارزې لپاره جوړه کړې ده. ”

دې ټوېټونو کې ویل شوي چې امریکا په ۲۰۱۹ کال کې پر دواړو ډلو بندیزونه ولګول.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې، له ترهګرۍ سره د مبارزې د مرکز (ویسټ پاینت) د معلوماتو له مخې، د فاطمیون فرقې کسان له لس تر دوولس زرو رسېږي.

سرچينې زياته کړې: “په ایران کې د فاطمیون فرقې یوه چارواکي د ۲۰۱۸ کال جنورۍ کې ویلى و چې له دوو زرو ډېر وسلوال یې سوریه کې وژل شوي دي. ”

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د انساني حقونو څارډلې په ۲۰۱۸ کال د ایران له خوا فاطمیون کې د ماشومو سرتېرو ګومارل ثبت او وغندل او هم یې د سوریې جګړه کې د ۱۴ کلنو افغانانو د وژلو سندونه بربنډ کړل.

د يادونې ده، چې د افغانستان حکومت تر دې مخکې په دې اړه غبرګون ښودلى دى.

ايران تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.