ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بېځایه شوي: ماشومانو ته د خوب ګولۍ ورکوو چې ډوډۍ ونه غواړي

بېځایه شوي: ماشومانو ته د خوب ګولۍ ورکوو چې ډوډۍ ونه غواړي

author avatar
1 Dec 2020 - 09:37
بېځایه شوي: ماشومانو ته د خوب ګولۍ ورکوو چې ډوډۍ ونه غواړي
author avatar
1 Dec 2020 - 09:37

هرات ښار (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۹۹): په هرات کې بېځایه شوي د ژمي له را رسېدو سره سم د خپل ناوړه وضعیت او د مرستو نه رسېدو له امله شکایت کوي.

ډېری دغه بېځایه شوي چې د هرات ښار د سوېل په شیدایي، شهرک سبز او رېګرېشن سیمو کې په زړو کورونو کې اوسېږي، وایي سږ کال ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې.

هغوی ادعا کوي چې اولادونو ته یې په ۲۴ ساعتونو کې یو ځل خواړه ورکوي؛ هغه هم وچه ډوډۍ.

وحید جان له دغو بېځایه شوو یو دی چې یو کال مخکې د بادغېس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړې له امله د کورنۍ له ۸ غړو سره هرات ښار ته راکډه شوی دی.

هغه د خپل ژوند له ناوړه وضعیته شکایت وکړ او پژواک ته یې وویل: «د بې وزلۍ او بېچارګۍ په حالت کې ژوند کوو چې د همدې سیمې خلک، اوړه په کیلویي ډول نه شي پېرلای، د هغو پیسې نه لري.»

محمد د باغېس د ابکمري ولسوالۍ بل بېځایه شوی دی چې د داخلی جګړو له امله د کورنۍ له ۱۲ غړو سره د هرات ښار د لوېدیځې برخې په شهرک سبز کې اوسېږي.

هغه هم زیاته کړه چې په یوه شپه او ورځ کې خپلو اولادونو ته یو ځل خواړه ورکولای شي.

هغه د حکومت پر بې پامۍ کلکه نیوکه وکړه، ويې ویل چې که یې ژوند ته پام ونه شي، ماشومان یې له لوږې مري.

هغه زیاته کړه: «کور په کور وګرځه، له لسو کورونو یوه کیلو اوړه نه شې را ایستلای، نیمه کیلو غوړي نه شې را ایستلای؛ ځکه خلک یې نه لري.»

ځیني دغه بېځایه شوي ادعا کوي چې اولادونو ته یې د خوړو نشتوالي له امله د خوب ګولۍ ورکوي څو ډوډۍ ونه غواړي.

حمیدالله یو له دغو بېځایه شوو دی چې لس اولادونه لري.

هغه په دې اړه پژواک ته وویل: «د خوب ګولۍ په شل افغانۍ پېرم او لس زامن لرم او د ورځې یوه یوه هغوی ته ورکوم چې ډوډۍ ونه غواړي، په خدای له دې ژونده ماته مرګ ښه دی او هره ورځ خپل مرګ غواړم.»

داخلي بېځایه شوي دولت ته خبرداری ورکوي چې که دوی ته مرستې ونه رسېږي، اړ دي چې په ښار کې له پلورنځیو په غلاوو لاس پورې کړي.

په همدې مهال په هرات کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وایي چې یو شمېر داخلي بېځایه شوو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشل شوي دي.

د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس جاوېد نادم پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال د حکومت او مرستندویو موسسو سرچینې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې لګېدلې دي او ګډوالو ته لږ پاملرنه شوې ده.

هغه زیاته کړه: «سږ کال له ترسره شوو سروې ګانو وروسته، ۱۶زره اړمنې کورنۍ پېژندل شوې دي او روان کال هم د دولت او موسسو مالي سرچینې پر کرونا ولګېدې، تر دې مهاله چې زه له تاسو سره خبرې کوم، د  ٦٩٠٠ کورنیو لپاره سرچینې پیدا شوې دي، تمه ده په روانه اوونۍ کې یې سروې بشپړه او مرستې ورته ووېشل شي.»

هغه څرګنده کړه چې سږ کال له ناامنو ولسوالیو او د باغیس، غور او فاریاب له ولایتونو څخه درې زره نوي کډوال  په هرات ښار کې له مخکنیو ګډوالو سره زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې هرات تر ټولو ډېر داخلي بېځایه شوي لري چې په روان او مخکنیو کلونو کې د جګړو او وچکالیو له امله له بادغيس، غور، فاریاب او فراه ولایتونو او ناامنو ولسوالیو څخه هرات ولایت ته بېځایه شوي او اوس مهال د دغه ولایت په څنډو کې اوسېږي.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.