ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرونا په ټوله نړۍ کې تر اوسه یونیم میلیون کسان مړه کړي

کرونا په ټوله نړۍ کې تر اوسه یونیم میلیون کسان مړه کړي

author avatar
4 Dec 2020 - 10:47
کرونا په ټوله نړۍ کې تر اوسه یونیم میلیون کسان مړه کړي
author avatar
4 Dec 2020 - 10:47

کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ۶۵ ميليونو کسانو اوښتى او ۴۵ ميليونه یې بېرته روغ شوي دي.

کرونا ويروس چې يو کال وړاندې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢٠٠ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې دويمه څپه پيل شوې ده.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې مخکې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ۶۵ ميليونه کسانو اوښتى دى.

دغې سرچينې زياته کړې چې تر اوسه څه باندې ۴۵ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي، يو ميليون او ۵۱۱زره کسان یې له امله مړه شوي دي.

د ياد پوهنتون د معلوماتو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې څه باندې ٣٠٠زره کسان پر کرونا اخته او شاوخوا اووه زره کسان مړه کېږي.

د راپورونو له مخې، د ټولې نړۍ د کرونا شاوخوا ٢٠ سلنه ناروغان يواځې په امريکا کې دي، هلته څه د پاسه ١٤ ميليونه کسان، په هندوستان کې نهه ميليونه او ۵۷۱ زره، په برازيل کې ٦ ميليونه او ۴۷۵ زره کسان پر کرونا اخته شوي دي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې ۲۸۲زره، په هندوستان کې ۱۳۹زره او په برازيل کې ۱۷۵زره کسان له کرونا مړه شوي دي .

دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين، چيلي، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تر اوسه څه باندې ۴۷زره کسان پر کرونا اخته شوي، ۱۸۵۰ کسان مړه او شاوخوا ٣٧ زره کسان بېرته روغ شوي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.