منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:13 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونه

ننګرهار کې لس وسله وال او څلور پاڅونوال وژل شوي

· 1 دقیقه لوستل · 134 کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۹۹): د ننګرهار په نازيانو ولسوالۍ کې د لشکر اسلام په نوم د وسله والو او ولسي پاڅون کوونکو تر منځ نښته شوې چې چارواکي په کې د لسو وسله والو او څلورو پاڅونوالو د وژل کېدو خبر ورکوي.

چارواکي وايي، وسله والو د پاڅون کوونکو پر پوستو بريدونه وکړل خو وروسته د پاڅون کوونکو له مقاومت سره مخ شول.

د نازيانو ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو مشر ملک دهقان د ليندۍ په ۱۴مه پژواک اژانس ته وويل، د لشکر اسلام وسله والو نن غرمه مهال د نازيان درې په سيمه کې د دوی په پوستو ډله ييز بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه، بريدګر وسله وال د دوی له مقاومت سره مخ شول چې په ترڅ کې یې ۱۰ وسله وال ووژل شول او دغه راز څلور ولسي پاڅونوال هم وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه نښتې تر مازديګره پورې دوام درلود او د يو شمېر وسله والو جسدونه هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي له پژواک اژانس سره خبرو کې نښته تاييد کړه خو په دې تړاو يې نور جزئيات نه درلودل.

د لشکر اسلام وسله والې ډلې په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.