ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار مدني فعالانو له حکومت او طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

د ننګرهار مدني فعالانو له حکومت او طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

author avatar
6 Dec 2020 - 17:29
د ننګرهار مدني فعالانو له حکومت او طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه
author avatar
6 Dec 2020 - 17:29

 جلال اباد (پژواک، ۱۶ لیندۍ ۹۹): د ننګرهار ولايت مدني فعالانو او ولسي خلکو له افغان حکومت او وسله والو طالبانو وغوښتل چې اوربند اعلان کړي او افغان وژنه بنده کړي.

دوی دغه راز د قطره په پلازمېنه دوحه کې د افغان سولې پر مذاکراتي پلاوو غږ وکړ چې د سولې خبرو د کاميابۍ لپاره دې هڅې لا ګړندۍ کړي.

دغه مدني فعالان او ولسي خلک د ليندۍ په ۱۶مه د ننګرهار ولايت د قبايلو او قومونو رياست د غونډو په تالار کې راټول شوي وو او د سولې غوښتونکي شول.

د مدني ټولنو د انسجام شورا مشر عبداللطيف واحدي چې دا غونډه يې رابللې وه، يادونه يې وکړه چې له دغې غونډې يې موخه د سولې د خبرو اترو د برياليتوب غوښتنه ده.

هغه له وسله والو طالبانو او حکومته وغوښتل چې نور دې د افغان وژنې روانه جګړه پای ته ورسوي او له کوم قيد او شرط پرته دې دايمي اوربند اعلان کړي.

دی وايي، جګړه د حل لار نه ده او د اوربند اعلان کولی شي په قطر کې د سولې پيل شوې خبرې اترې برياليتوب ته ورسوي.

هغه زياته کړه: ((د سولې په خبرو کې چې کوم پرمختګ شوی، خوښ یو ورته او هیله مو دا ده چې د سولې بین الافغاني خبرې دې په همدې شان سره یوې هوکړې ته ورسیږي چې جګړه پای ومومي.))

دغه راز د غونډې بل ګډونوال غلام فاروق يوسفي هم ټينګار درلود چې دواړه غاړې بايد لومړی په اوربند سلا شي او وروسته دې د سولې مذاکرات دوامداره وساتي.

هغه وويل، د جګړې په دوام کې د سولې خبرې بې ګټې دي او لکه د اوس په څېر به کلونو کې هم دغه مذاکرات ګټه ورنه کړي.

د غونډې ګډونوالو په دې وروستیو کې پر تعلیمي او یو شمېر نورو ځایونو وسله وال بریدونه هم وغندل او دا یې په هېواد دننه او بهر د څو هېوادونو کار وباله چې نه غواړي د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسیږي.

ننګرهار کې د پياوړو ښځو د شبکې مرستيالې ثناء نوري وويل: ((کوم بریدونه چې کېږي، دا ټول د هېواد د دښمنانو کار دی او نه غواړي د سولې خبرې یو نتیجې ته ورسیږي.))

د غونډې یو شمېر ښځينه ګډونوالو په قطر کې د سولې په تړاو بین الافغاني خبرو ته هیله مندي وښوده او د خبرو په جریان کې یې پر اوربند ټینګار وکړ.

ننګرهار کې داسې مهال د سولې په ملاتړ غونډه جوړیږي، چې له شاوخوا درېیو میاشتو بحثونو وروسته په قطر کې افغان حکومت او طالب استازو د سولې په خبرو طرزالعمل وروستی شوی او اوس يې د اصلي خبرو د اجنډا پر جوړولو خبرې روانې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.