جلال اباد (پژواک، ۱۶ لیندۍ ۹۹): چارواکي وايي، ننګرهار کې د ماين چاودنې او غزني کې د وسله والو د بريد له امله دوه ملکي وګړي او يو محلي پوليس وژل شوي او یو ملکي وګړی ټپي شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لیندۍ په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وړاندې نږدې ۱۲ بجې د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې په مربوطاتو کې د ګمرک د يوه کمېشنکار په موټر پسې نښلول شوی ماين چاودېدلی دی.
دی وايي، په دې چاودنه کې چې د شېرشاه ناصري په نوم موټر پسې ماين نښلول شوی و، د موټر چلوونکی ټپي شوی خو خپله سوداګر ته زيان نه دی رسېدلی.
د يوه بل خبر له مخې، د غزني په خوږياڼو ولسوالۍ کې پرون وسله والو طالبانو دوه ملکي وګړي او يو سيمه ييز پوليس وژلي دي.
د غزني د والي وياند واحد الله جمعه زاده پژواک ته وويل، وژل شوي د قره باغ ولسوالۍ وو او جغتو ولسوالۍ ته پر لاره وو چې خوږياڼو ولسوالۍ کې طالبانو له موټره ښکته کړي او وژلي يې دي.
د ده په وينا، د وژل شویو کسانو جسدونه نن غزني ښار ته د سرې مياشتې په همکارۍ ولېږدول شول.
وسله والو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ويلي.










