ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې د باور رایو اخیستو لپاره د پاتې نوماند وزیرانو او  نورو لومړۍ درجه چارواکو د معرفي کېدو غوښتنه وکړه

ولسي جرګې د باور رایو اخیستو لپاره د پاتې نوماند وزیرانو او نورو لومړۍ درجه چارواکو د معرفي کېدو غوښتنه وکړه

author avatar
7 Dec 2020 - 19:16
ولسي جرګې د باور رایو اخیستو لپاره د پاتې نوماند وزیرانو او  نورو لومړۍ درجه چارواکو د معرفي کېدو غوښتنه وکړه
author avatar
7 Dec 2020 - 19:16

کابل (پژواک، ۱۷لیندۍ ۹۹): ولسي جرګه له حکومته غواړي چې د دې جرګې له خوا د رد شوو نوماندانو پر ځای پر نوو کسانو سربېره دې د سترې محکمې، لویې څارنوالۍ غړي او د سرې میاشتې د ریاست نوماند د باور رایې اخیستو لپاره دې جرګې ته معرفي کړي.

ولسي جرګې د ۲۳ وزارتونو او دوو خپلواکو ریاستونو لپاره د ۲۵ نوماندانو له ډلې چې ولسمشر د تلې په ۳۰ مه دې جرګې ته د باور رایو اخیستو لپاره معرفي کړي وو، ۱۹ نوماند وزیرانو او د ملي امنیت عمومي رییس ته د باور رایه وکړه او د څلورو وزارتونو او د افغانستان بانک ریاست نوماندان یې رد کړل.

په ولسي جرګه کې د نیمروز د خلکو استازي ګل احمد نورزاده د دې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، د جرګې د اصولو او مصوبې په اساس هغه نوماندان چې ولسي جرګې رد کړي وي، د سرپرست په توګه دندې ته دوام نه شي ورکولای.

هغه د جرګې له اداري پلاوي وغوښتل چې له حکومته وغواړي د رد شوو نوماندانو پر ځای نور داسې کسان چې د جرګې د باور رایې اخیستو ته اړتیا لري، معرفي کړي.

د جرګې یو شمېر نورو غړو هم ورته نظر درلود.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني هم وویل، د دې جرګې د اصولو او مصوبې له مخې هغه نوماندان چې د ولسي جرګې له خوا رد شوي باید د سرپرستانو په توګه خپلو دندو ته دوام ورنه کړي.

هغه له حکومته وغوښتل چې د پنځو رد شوو نوماندانو پر ځای نوي کسان، د سترې محکمې او لویې څارنوالۍ غړي او د سرې میاشتې ریاست نوماند ژر تر ژره د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي.

نوموړي دغه راز وویل، د اوبو او انرژۍ وزارت تر اوسه له ولسي جرګې سره د اوبو او انرژۍ وزارت په توګه مشروعیت لري او د دغه وزارت لپاره هم باید نوماند وزیر معرفي شي.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر د یوه فرمان په اساس د اوبو او انرژۍ وزارت په درېیو خپلواکو ادارو بدل کړی دی.

رحماني وویل: ((حکومت دې د خپلو صلاحیتونه حدود وپېژني او له قانون سره په تقابل کې دې کار نه ترسره کوي.))

دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند محمد طاهر زهیر، د پوهنې وزارت نوماندې رنګینې حمیدي، د ښځو چارو وزارت نوماندې حسینې صافۍ، د کلیو او پراختیا وزارت نوماند مجیب الرحمن کریمي او د افغانستان بانک ریاست نوماند اجمل احمدي تېره اوونۍ د یادو څوکیو لپاره د بریالیتوب لازمې رایې ترلاسه نه کړې.

له دې مخکې د ولسي جرګې اداري پلاوي ویلي و چې یادې جرګې له حکومت سره تفاهم کړی چې هغه نوماند وزیران د سرپرست په توګه خپلې دندې ته دوام نه شي ورکولای چې ولسي جرګې رد کړي دي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.