ښرنه (پژواک، ١٧ لېندۍ ٩٩): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ١١ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه ٢٠ بستريز پوځي روغتون جوړېدو چارې پيل شوې.
د پکتيکا امنيه قوماندان پاسوال نجيب الله سرتېر په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې دغه روغتون د امنيې قوماندانۍ په ودانۍ کې دننه جوړېږي چې شل بستره به ولري.
د سرتېر په وينا، پر دغه روغتون ١١ ميليونه افغانۍ لګول کېږي چې چارې به يې شاوخوا د يوه کال په موده کې بشپړې شي.
نوموړي زياته کړه: ((تر دې وړاندې موږ خپل ټپيان او ناروغان د ښرنې ملکي روغتون ته استول خو کله چې دغه روغتون جوړ شي، زموږ د ټپيانو او نورو ناروغانو درملنه به همدلته کېږي.))
قوماندان وايي چې په ملکي روغتون کې د پوځي کسانو د درملنې له امله نور خلک له ستونزو سره مخ کېدل.
دغه راز د مرکز ښرنې اوسېدونکي محمد سيلمان پژواک ته وويل، د خلکو غوښتنه همدا وه چې ملکي او پوځي روغتونونه بايد سره جلا شي.
دى وايي: ((کله به چې يوه چاودنه يا کومه بله پېښه وشوه او پوځي کسان به يې ملکي روغتون ته را واستول نو بيا عامو خلکو ته يې روغتون ته د ننوتلو اجازه نه ورکوله چې دا يو غټ مشکل و.))
د نوموړي په وينا، کله چې دغه پوځي روغتون جوړ شي نو هم به په ښه توګه د پوځي کسانو درملنه وشي او هم به ملکي روغتون کې ګڼه ګوڼه کمه شي.
د يادونې ده، د لومړي ځل لپاره په پکتيکا کې د يوه پوځي روغتون د جوړېدو چارې پيلېږي.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن