ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رسنۍ باید د سولې خبرو لوري د خلکو غږ اورېدو ته اړ کړي

رسنۍ باید د سولې خبرو لوري د خلکو غږ اورېدو ته اړ کړي

author avatar
8 Dec 2020 - 10:26
رسنۍ باید د سولې خبرو لوري د خلکو غږ اورېدو ته اړ کړي
author avatar
8 Dec 2020 - 10:26

کابل (پژواک ، ۱۸ لېندۍ ۹۹): په کابل کې د یوې ناستې ویناوالو په رسنیو کې د سولې پر ادبیاتو، د مصالحې له عالي شورا سره د مدني ټولنو او رسنیو پر اړیکو او د رسنیو له خوا د سولې خبرو پر څار ټینګار وکړ.

نن په کابل کې د اروپايي ټولنې او سیدا په مالي ملاتړ او د اړیکو د دفتر (TLO) په همکارۍ د کلید ګروپ او د افغانستان لپاره د بشري او پراختیايي خدمتونو موسسې د «سوله، رسنۍ او مدني ټولنې» په نوم ناسته جوړه شوه.

د مصالحې عالي شوار رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په دې ناسته کې وویل، د رسنیو او مدني ټولنې وده د څلورو لسیزو مبارزو او قربانیو پایله او د افغانستان د خلکو ستره لاسته راوړنه ده.

هغه وویل، ژمن دی چې له رسنیو او مدني ټولنې سره په اړیکه کې پاتې شي.

نوموړي زیاته کړه: ((د مصالحې عالي شورا کې ستاسو د یوه یا دوو استازو موجودیت په دې معنا نه دی چې زموږ اړیکې په همدې کچه دي، معنا یې داده چې موږ رسنیو او مدني ټولنو ته په پراخ لید ګورو.))

د پژواک خبري اژانس رییس دانش کړوخېل یادې ناستې ته وویل، د افغانستان ۹۰ سلنه خلک د سولې غوښتونکي دي او رسنۍ باید د سولې په اړه هیله بښونکي راپورونه خپاره کړي.

هغه زیاته کړه، رسنۍ باید د سولې له ادبیاتو استفاده وکړي او د تاتریخوالي ادبیات ونه کاروي، څو په دوحه کې د سولې خبرې کوونکي له یو بل سره ډېر نږدې شي.

دغه راز سرچینې روښانه کړه چې رسنۍ باید مذاکره کوونکي مجبور کړي چې د خلکو غږ واوري.

سرچینې روښانه کړه چې پژواک تر اوسه د قربانیانو ۵۰ روایتونه خپاره کړي څو مذاکراتي ټېمونه پوه شي چې په افغانستان کې د جګړې ډېر قربانیان بې ګناه خلک دي او افغانان سولې ته اړتیا لري.

د کلید ګروپ عمومي رییسې نجیبې ایوبي یادې ناستې ته وویل، افغانستان یوازېنی هېواد دی چې د سولې خبرو پر جریان سربېره یې خلک د ډېر بد تاوتریخوالي شاهدان دي.

هغې زیاته کړه: ((خلک په بې صبرۍ د سولې خبرو پایلو ته په تمه دي، موږ یوازې سیاسي سوله نه غواړو، موږ داسې ټولنیزه سوله غواړو چې د خلکو غږ او غوښتنې په کې انعکاس شوې وي.))

د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر (نی) رییس مجیب خلوتګر وویل: ((رسنیو اړتیا لري چې د خبرو پر مېز د خلکو لوړ غږ واوسي، موږ غواړو له رسنیو جوړ څارونکی پلاوي په دوحه کې وي څو د سولې له خبرو نظارت وکړي.))

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې د مذاکراتي ټېم غړې فاطمې ګیلاني چې له دوحې یې په یاده ناسته کې انلاین خبرې کولې وویل: ((موږ ته د خلکو غوښتنې روښانه دي، ځينې وخت د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې هڅه کوو په بشپړه امانتدارۍ د مذاکرو په مېز د خلکو د نظرونو دفاع وکړو.))

دا په داسې حال کې ده چې د دولت او طالبانو مذاکراتي ټېمونو له شاوخوا ۸۰ ورځو راهیسې یوازې د سولې خبرو پر طرزالعمل توافق کړی او اوس د خبرو پر اجنډا کار روان دی.

د نننۍ ناستې په پای کې د نقاشۍ هغه نندارتون پرانیستل شو چې د سولې ښکلا په کې انځور شوې وه.

په دې نندارتون کې د نقاشۍ د اثارو ۳۰ پارچې چې د کلید ګروپ په نوښت برابرې شوې د یوې ورځې لپاره نندارې ته وړاندې شوې.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.