ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او ايران ترمنځ د هرات-خواف ريل پټلۍ پرانستل شوه

د افغانستان او ايران ترمنځ د هرات-خواف ريل پټلۍ پرانستل شوه

author avatar
10 Dec 2020 - 13:38
د افغانستان او ايران ترمنځ د هرات-خواف ريل پټلۍ پرانستل شوه
author avatar
10 Dec 2020 - 13:38

هرات ښار (پژواک، ٢٠ ليندۍ ٩٩): د افغانستان او ايران د ولسمشرانو په انلاين حضور کې د هرات-خواف ريل پټلۍ په رسمي ډول پرانيستل شوه.

په دغو مراسمو کې ولسمشر محمد اشرف غني وويل چې د کرونا ويروس له محدوديتونو سره سره بيا هم د هرات-خواف د ريل پټلۍ پرانيستل کېدل يوه لويه لاسته راوړنه ده.

هغه زياته کړه: ((نن موږ د یوې تاریخي او حیاتي پروژې د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ پرانیستې شاهدان یو.))

دغه راز د ايران ولسمشر حسن روحاني وويل چې د هرات-خواف ريل پټلۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نورې هم غښتلې کوي.

هغه وويل: ((نن د دواړو هېوادونو د لويو ملتونو لپاره يوه تاريخي ورځ ده.))

د ولسمشر غني او حسن روحاني په امر د ريل دغه پټلۍ د افغانستان او ايران د اړوندو چارواکو له لوري پرانيستل شوه او اورګاډي حرکت هم په کې وکړ.

د اړوندو چارواکو د معلوماتو له مخې، هرکال به پر دغې ريل پټلۍ شاوخوا يو ميليون مسافر او لس ميليونه ټنه خوراکي توکي لېږدول کيږي.

د ريل ياده پټلۍ په څلورو برخو کې جوړيږي چې دوه برخې يې د افغانستان او دوه نور يې هم د ايران په خاروه کې دي.

د يادې ريل پټلۍ د تړون له مخې، ايران د دغې ريل پټلۍ درې برخې جوړې کړي او يوه برخه يې چې ٨٥ کيلومټره کيږي، د افغانستان حکومت يې بايد جوړ کړي.

د يادونې ده چې دغه ريل پټلۍ ٢٢٥ کيلومټره اوږدوالى لري چې ٦٢ کيلومټره د افغانستان په خاوره کې دننه دى چې ٧٥ ميليونه ډالره لګښت پرې شوى او د ايران هېواد له لوري ورکول شوى دى.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

 

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.